شاته

د امریکې په کېنټکي ریاست کې څلور کسان په ډزو وژل شوي دي

د امریکې د کېنټکي ریاست د لوي وېل ښار په مرکز کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بېنک کې پولیس ویلي لږ تر لږه څلور کسان په ډزو وژل شوي او لږ تر لږه اته کسان زخمیان شوي دي. مسلح تن چې په مبینه توګه يې ډزې کړي هغه هم مړ دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د لوي وېل واقعه سږ کال تر اوسه پورې د ماس شوټنګ یا د خلکو په ګڼه د ډزو ۱۵ پېښه ده. دوه هفتې وړاندې په ټېنسي ریاست کې په یو سکول کې درې ماشومان او درې د لوی عمر کسان په ډزو وژل شوي دي.

د لوي وېل مېټرو پولیس نایب مشر پال هېمفري خبري کانفرنس ته وویل چې کله پولیس اولډ نېشنل بېنک ته ورسېدل نو ډزې هغه وخت هم ډزې کېدلې او مسلح تن پولیس سره هم د ډزو تبادله وکړه.

ای پي وايي دا نه ده معلومه چې ایا مسلح تن د پولیس په ډزو وژل شوي او که خپله يې ځان وژلی دی.

هېمفري وویل د واقعې تحقیقات شروع کړی شوي دي او داسې ښکاري چې مسلح تن د بېنک پخوانی ملازم و.

پولیس وویل اته کسان په ډزو کې زخمیان شوي دي چې علاج يې کولی شي او د یو تن حالت نازک دی.

د کېنټکي ګورنر بېشيیر په جذباتي انداز کې وویل چې په ډزو کې یې دوه ملګري وژل شوي او یو زخمي شوی دی.

ای پي وايي د ۲۰۰۹ راهسې دا لومړی ځل دی چې د یو کال په لومړو ۱۰۰ ورځو کې د ماس شوټنګ یا د خلکو په ګڼه د ناتاره ډزو ۱۵ واقعات شوي دي. د ۲۰۰۹ د اپرېل د میاشت پورې د ماس شوټنګ ۱۶ پېښې شوې وې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00