شاته

په کوئټه کې په یوه ورځ دوه چاودنې - بل اړخ ته په سوراب ضلع کې هم څلور لېویز مړه شوي دي

د بلوچستان صوبي په مرکز کوئټه کې په یوه ورځ، دوه بمي چاودنې شوي چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. په قندهاري بازار کې په پولیسو باندې د چاودنې نه پس، په کوئټه کې پر پولیسو یو بله بمي چاودنه وشوه چي په کې څلور تنان ټپیان شوي دي.

د پولیس چارواکو په خبره، دا دویمه چاودنه د کوئټې د سریاب سيمې منیر احمد سړک سره د پولیسو پر ګزمه کوونکي موټر شوې چي په کي څلور اولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د کوئټې د سېول روغتون ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډیوه ته وویل، په پېښه کې څلور تنه ټپیان یې سېول روغتون ته وروړي چې لومړۍ درمنلې یې رواني دي او حالت یې له خطر څخه وتلی دی.

د دې رپوټ تر برابرېدو پورې، چا د پېښي ذمه واري نه ده منلې خو تر دې وړاندې د ګل/دوشنبې په مازدیګر د کوئټې په قندهاري بازار کې د پولیسو پر موټر د چاودنې پړه ناقانونه ګرځول شوې بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې - بي اېل اې منلې وه.

د پولیسو د چارواکو په وینا د قندهاري بازار په چاودنه کې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس عسکر او یو بل تن وژل شوی او 18 تنه نور ټپیان شوي دي. دوی وايي د چاودنې هدف د لوړ پوړي پولیس افیسر موټر وو.

د پولیسو وینا ده چې په چاودنه له دوه څخه تر درې کلو ګرامه پورې چاودېدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې له امله یې نزدې دوکانونو او ګاډو ته هم زیان رسېدلی دی.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو یاده چاودنه غندلې او د پېښي په اړه یې رپورټ طلب کړی دی. لانګو زیاته کړې چې په داسې حملو، ترهګر د هغوی حوصلې نه شي ټيټولی.

تر دې وړاندې د یکشنبې په ورځ د بلوچستان سر ښار کوئټې ته څیرمه د کچلاغ په کلي سپین سیمه کې پر موټر سایکل ګزمه کوونکې ایګل سګواډ پولیس پر عسکرو د ناپېژندل شويو وسلوالو ډزې کړې وې چي په کې دوه پولیس عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.

د رواني میاشتي د اپرېل پر پنځمه ھم د کچلاغ په جلوګیر سیمه کې د ایف سي پر پوسته ډزي شوي وې چي پکې 2 د ایف سي عسکر وژل شوي وو. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

په سوراب ضلع کې د څلورو لیویزو مرګ

په بلوچستان کې د بمي چاودنو ترڅنګ، پولیسو ویلي چې د کلات کمېشنر د ګاډو قافله د یوې ټرافیکي واقعې سره مخ شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

پولیسو ځایي رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د ګل/دوشنبې په ورځ د بلوچستان په سوراب ضلع کې شوې ده. د پولیسو وینا ده چې د کلات د کمېشنر داوود خلجي د قافلې یو ګاډی خوژدار ضلعې ته روان و چې د مخامخ نه ورباندې یو ټرالر ورغی او ټکر واقع شو. پولیس تصدیق کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور لیویز عسکر مړه شوي او دوه نور زخمیان دي.

د سوراب ضلعې پولیس چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې د کلات کمېشنر داوود خلجي ته څه نقصان ندی رسېدلی. دوه تنه زخمي لیویز د سوراب ضلعې سېول هسپتال ته لېږدول شوي دي.

تېره میاشت هم د کوئټه او ژوب ترمنځ لویې لارې باندې یو ګاډی او یو ټرک سره جنګېدلي و چې په کې څلور تنان مړه او درې نور زخمیان شول.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00