شاته

یوناما: نرګس سادات او ذکریا اصولي د طالبانو له بند څخه خوشې شول

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر [یوناما] د طالبانو له بند څخه د پوهنتون د استاد ذکریا اصولي او د ښځو د حقونو د فعالې نرګس سادات د خوشې کېدو د راپور هرکلی کړی دی.

یوناما نن دوشنبه اپریل لسمه (وري۲۱) په ټویټر کې لیکلي دي چې « لا هم افغانستان کې د حقونو د مدافعانو په ګډون، چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه غږ اوچتوي، د مدني ټولنې د فعالانو د خپلسرو نیولو په اړه اندېښمنه» ده. یوناما وايي ځینې نیول شوې کسان داسې دي‌ چې څو میاشتې کېږي تماس هم ورسره نشته.

د یوناما تر دغه ټویټ مخکې د نرګس سادات مېړه نن امریکا غږ ته تائید کړه چې ښځه یې خوشې شوې ده، خو نور جزیات یې ورنکړل. طالبانو د هغې مېړه ته ویلي وو چې ښځه یې د «نظام مخالفه وه او په تیلیفون کې یې د طالبانو ضد ویدیوګانې او تصویرونه» وو.

نرګس سادات د «افغانستان د مقتدرو اصلي ښځو غورځنګ» مشره وه چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې طالبانو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوندې سیمې «کارته چهار» کې ونیوله او بیا یې بندي کړه.

نرګس سادات د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو په زده کړو او کار باندې د بندیز په ضد مظاهرو کې برخه واخیسته او د دغې پرېکړې په ضد یې اعتراض کړی و.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته،‌ په تېرو شاوخوا ۲۰ میاشتو کې سلګونه هغه مدني فعالان، د پوهنتون استادان او نور افراد نیولي او بندیان کړي چې د دغې ډلې په فعالیتونو یې انتقادونه کړي. د نړیوالې ټولنې او بشري حقونو د غوښتنې سره سره طالبانو لا هم د خپل حکومت یو شمېر معترضین په زندان کې ساتي.

په همدې حال کې د طالبانو په بند کې د بندي افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا مستواجا له طالبانو څخه غوښتي‌ دي چې د رمضان میاشتې په درناوي دې د هغې مېړه خوشې کړي.

مرتضی بهبودي د جدي په میاشت کې د یو راپور جوړولو لپاره کابل ته تللی و او ۴۸ ساعتونه وروسته هغه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته ولاړ چې د خپل مطبوعاتي کار جواز ترلاسه کړي، خو ونیول شو.

طالبانو همدا څو ورځې مخکې د «قلم لار» د ټولنې مشر او د زده کړو یو فعال مطیع الله ویسا هم ونیوه او بندي یې کړ. همدغه راز یې د پنجشیر یو محلي سندرغاړی موسی شاهین هم بندي کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارکوونکو ادعا کړې ده چې طالبانو نیول شوي کسان په بند کې شکنجه کړي دي. دوی په ټولنیزو رسنیو کې د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره یو کمپاین پيل کړی او له خلکو یې غوښتي چې په دغه کمپاین کې برخه واخلي. دوی په نړیوالې ټولنې هم انتقاد کړی دی چې ولې په دې اړه «غلې» ده.