شاته

پولیس: د کنټاکي په ایالت کې څلور تنه په ډزو کې وژل شوي 

د کنټاکي ایالت د لویسویل په سیمه کې پولیس مقامات وايي چې په یو بانک کې دننه په ډزو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او شاوخوا اته تنه نور ژوبل دي.

پېښه د دوشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري ۲۱) په «اولډ نشنل بانک» کې شوې ده او پولیس وايي بریدګر هم وژل شوی دی.

د لویسویل د پولیسو د څانګې مشر پاول همفیري په یو خبري کنفرانس کې وویل چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو وروسته هم په بانک کې دننه ډزې روانې وې. لا معلومه نه ده چې بریدګر په خپله ځان وژلی دی که د پولیس افسرانو په ډزو کې وژل شوی دی.

همفیري وویل: «موږ باور لرو چې په برید کې همدا یوازینی وسله وال دخیل و چې له بانک سره یې اړیکه لرله. موږ هڅه کوو چې معلومه کړو له بانک سره دا رابطه رسمي وه که څنګه، خو داسې ښکاري چې بریدګر مخکې د دغه بانک کارکوونکی و.»

نوموړي وویل چې په روغتون کې د اتو زخمیانو درملنه شوې ده چې دوه یې پولیس دي. هغه وايي چې د یو پولیس وضعیت خراب دی.

د کنټاکي والي انډي بېشیر،‌ چې احساساتي‌ و، وویل چې په برید کې یې ملګري له لاسه ورکړي دي.

هغه وویل: «دا وحشتناک دی. ما یو دوست درلوده چې نن بریالی نشو. یو بل نژدې ملګری مې هم بریالی نشو. یو بل ملګری مې په روغتون کې بستر دی او هیله ده چې ورغېږي.»

د برید انګېره لا معلومه نه ده. دا په روان میلادي ‌کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې پنځلسم وسله وال برید دی. شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د ناشویل ایالت د «کرېسشن» په یو ښوونځي کې ډزې وکړې او شپږ تنه یې ووژل.

په امریکا کې دوسله وال تاوتریخوالي د ارشیف، چې یوه غیر انتفاعي ټولنه ده، د معلوماتو په اساس، د ۲۰۲۳ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د اپریل تر لسمې نېټې پورې په متحدو ایالتونو کې د ډزو او وسله وال خشونت ۱۴۶ پېښې شوې دي. په دې کې ۱۱ پېښې ډله ایزې وژنې وې.

د دغو معلوماتو په اساس، د روان کال په ۱۰۰ ورځو کې په دغو پېښو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان د وسله وال خشونت اوډزو په پېښو کې وژل شوي ‌دي، په دې کې په وسلو د ځان وژنې پېښې هم شاملې دي.