شاته

حقوقي ستونزې ښايي ټرمپ او د هغه سیاسي راتلونکي ته جدي پایلې ولري - کارپوهان

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکیلانو له هغه وروسته د خپل موکل د دفاع دپاره هلې ځلې پیل کړې چې نوموړی د ۳۴ تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شو.

یو شمېر کارپوهان پدې باور دي چې د ډونالډ ټرمپ محاکمه به د نوموړي او د هغه د سیاسي راتلونکي دپاره جدي پایلې ولري.

پخوانی ولسمشر تېره اونۍ د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته د ۱۳۰ زره ډالرو حق السکوت د ورکولو په تور د نیویارک د منهاټن محکمې ته حاضر شو او پر ځان باندې لګېدلي تورونه یې رد کړل.

د سکس فلمونو اداکارې سټورې ډینیلز ادعا کړې چې کلونه وړاندې یې له ټرمپ سره جنسي اړیکې لرلې او ټرمپ ورته د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د چوپ پاتې کېدو لپاره پیسې ورکړې وې. ټرمپ تر دې وړاندې هم دا ډول تورونه رد کړي دي.

د ټرمپ مدافع وکیل جیمز ټرسټي د اې بي سي ټلوېزیوني شبکې سره د خبرو پر مهال په محکمه کې پر ټرمپ د لګېدلیو تورونو د دفاع د بهیر د څرنګوالي په اړه څه و نه ویل خو د هغه د عمومي وضعیت په اړه یې څرګندونې وکړې.

ټرسټي وايي، د هر چا په اړه چې د نیویارک د څارنوالانو لخوا فدرالي څېړنې کېږي، مطمینا چې ځان سره فکر کوي او وایي چې دا خو رښتیا بد خبر دی. هغه زیاتوي: "دا راته وحشتناکه ده خو هغه په چټکۍ سره یوه لوی او تاریخي انځور ته ورګرځي او زه منم چې دا ددې هېواد لپاره یوه بده شېبه ده. "

په ټرمپ تور دی چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې یې سټورمي ډینیلز ته د پیسو ورکولو د پټولو دپاره په خپلو مالي او تجارتي اسنادو کې جعلکاري کړه ده، خو نوموړي ویلي چې بې ګناه دی.

د امریکا پخواني لوی څارنوال، بیل بار، د ټرمپ د قضیې د موظف څارنوال الوېن برګ په اړه ویلي چې ظرفیت نلري.

بار وايي، په سوداګریزو اسنادو کې جعل که د یوې لویې جعل کارۍ برخه وي نو جرم ګڼل کېږي. خو زیاتوي: "زه دلته هېڅ چېرې نه ګورم چې دقیقاً جعل په کوم ځای کې شوی. ډېرې نورې ستونزې شته چې د محدودیتونو د قانون سره تړاو لري. د نورو جرمونو په څرګندولو کې د هغه کمزوري دا هر څه په جنایت بدل کړي."

د بار په وینا یو لړ نورې جدي فدرالي څېړنې شته چې ټرمپ ورسره مخامخ دی او هغه دا چې نوموړي محرم اسناد له ځانه سره ساتلي وو.

وکیل، جېمز ټرسټي وایي چې اوس د پخواني ولسمشر سره محرم اسناد ندي پاتې. نوموړی وايي: "موږ مسلکي او اخلاقي عمل کړی او راضي یو چې د احضاریې د مراعتولو اړوند کومه ستونزه نشته."

د حقوقو یوې استادي کلېرې فینکلسټین امریکا غږ ته ویلي، په داسې حال کې چې ټرمپ په دفاعي حالت کې دی، په نورو پېښو لکه د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو بدلولو او د امریکا د کانګرس پر ماڼۍ د برید په قضیو کې د هغه د جریمه کېدو او حتی زنداني کېدو امکان نه شي ردېدلای.

هغه وايي: "د څوارلسم تعدیل د دریم بند له مخې، دسیسه یا له فتنې ډکه بلوا پدې مانا ده چې هغه د فدرالي منصب جوګه ندی."

د حقوقي چارو کارپوهان پدې باور دي چې ښایي د ۲۰۲۴ کال تر ټاکنو مخکې د ټرمپ په هېڅ کومې قضیې کې کوم محکومیت یا حکم صادر شي.

ټرمپ چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنې ېې بایللې دي، د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته هم کاندید دی.