شاته

د ایران عامه ځایونو کې د اجباري حجاب څخه د سرغړونکو ښځو د پیژندلو او سزا ورکولو لپاره کمرې لګول کیږي   

د ایران پولیسو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې به کمرې نصب کړي ترڅو هغه ښځې وپېژني چې د حجاب د اجباري اصولو څخه سرغړونه کوي.

د ایران پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، وروسته له هغه چې ښځې وپیژندل شوې چې د اجباري حجاب څخه سرغړونه کوي، هغوی ته به د [حجاب اغوستلو د سرغړونې] د پایلو په اړه پیغام ورکړل شي."

د ایران د قضايي چارو خبري اژانس (میزان) او د هغه هیواد نورو دولتي رسنیو رپوټ ورکړی چې "په یو نوښتګره اقدام کې، پولیسو د حجاب د قانون د پلي کولو لپاره او د هیوادوالو سره د هر ډول تاوتریخوالي او شخړې د مخنیوي په خاطر په عامه ځایونو او عمومي واټونو کې د ځیرکو وسایلو او کمرو څخه په استفادې د حجاب او عامه اخلاقو له قانون څخه سرغړونکي په نښه کوي او هغوی ته د اسنادو او خبرداري پیغامونو په لیږلو سره د دې جرم د تکرار په صورت کې په قانوني پایلو خبروي."

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې د ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ ښځې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته چې د ایران د (ګشت و ارشاد) پولیسو له خوا نیول شوې وه، په دغه هېواد کې زیات شمېر ښځو د حجاب له اغوستلو ډډه وکړه. میرمن امیني ظاهراً د ایران د ګشت و ارشاد پولیسو له خوا د حجاب د نه مراعاتولو له امله نیول شوی وه او بالاخره د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

د مهسا اميني له وژل کېدو وروسته په ايران او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پراخې مظاهرې پيل شوې، خو د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په ایران کې د حکومت ضد لاريونونه په تاوتريخوالي سره وځپل.

د پولیسو له اعلان سره سره چې د اجباري حجاب څخه د سرغړونکو ښځو د پیژندلو لپاره کمرې نصبوي، په دې هیواد کې ښځې په پراخه کچه د حجاب له مراعاتولو پرته د هیواد پلورنځیو، د پیرودلو مرکزونو، رستورانونو ته ځي او په واټونو کې ګرځي. په ورته وخت کې، په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې خپرې شوي چې "بې حجابه" ښځې ښیې چې د هغه هیواد د مذهبي پولیسو پر وړاندې مقاومت کوي.

د ایران د پولیسو لخوا د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې، د سوداګریو خاوندانو څخه هم غوښتل شوي چې "ټولنیز نورمونه په جدي توګه وڅاري."


د هغو اسلامي قوانینو له مخې چې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته رامنځ ته شول، په دغه هېواد کې ښځې اړې دي چې خپل ویښتان پټ کړي او اوږدې او پراخې جامې واغوندي. هغه میرمنې چې د دې قوانینو څخه سرغړونه کوي د نغدي جریمې او نیول کیدو له خطر سره مخامخ کیږي.

تر دې مخکې د روان کال د مارچ په ۳۰مه نېټه د ایران د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې "په دې کې شک نشته چې حجاب د ایران د ملت د تمدن له بنسټونو څخه دی او د کورنۍ د مهمو زیربنا څخه دی. په داسې حال کې چې کورنۍ پالنه او د هغه د محرمیت ساتنه د ایرانیانو د ژوند له ټولنیزو اصولو څخه ده، باید د کورنۍ د بنسټ د ټینګولو لپار د حجاب او عفت د محرمیت ساتنه وکړو او د هغې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار وکړو."

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې "په ديني اصولو او احکامو او دوديزو ارزښتونو کې هيڅ ډول شاتګ او یا سهولت نه شته او نه به وي او حجاب به همېشه د یو شرعي ضرورت په عنوان د شک پرته د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي شريعت له عملي اصولو څخه وي."

د ایران د کورنیو چارو وزارت هم د دغه هېواد له خلکو غوښتي چې د هغو ښځو پر وړاندې ودرېږي چې حجاب نه اغوندي.