شاته

پولیس: په ایران کې په عامه ځایونو کې کامرې لګېږي چې بې حجابه ښځې وپېژندل شي او جریمه شي

واشنګټن – په ایران کې پولیسو د خالي یا شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په عامه ځایونو کې به کامرې لګول کېږي چې بې حجابه ښځې پرې وپېژندل شي او جریمه شي.

پولیسو په یو بیان کې ویلي، کله چې دغه ډول ښځې وپېژندل شي نو دوی ته به په ټیلیفون باندې د خبرداری پیغام استول کېږي.

په بیان کې راغلي، چې دا ګام " د حجاب د قانون په وړاندې د مقاومت د مخنیوي" په موخه اخېستل کېږي.

د میزان او نورو خبري ادارو لخوا ددې خبر په خپرېدو سره په دغه هېواد کې نا امني نوره هم زیاتېدای شي.

په ایران کې د حجاب پر سر له پولیسو سره د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته د هغو ښځو شمېر مخ پر زیاتېدو دی چې غواړي حجاب لېرې کړي.

مهسا امیني د پولیسو لخوا په دې تور نیول شوې وه چې د دوی په وینا د ایران شرعي حجاب یې نه درلود.

پولیسو تل د هغې د مړینې پرسر راپارېدلي لاریونونه په تاوتریخوالي سره خاموشه کړي دی.

خو تر اوسه هم په مالونو،‌ رسټورانټونو،‌ دوکانونو او د هېواد په کوڅو او بازارونو کې په ګڼ شمېر شځې بې حجابه لیدل کېږي.

په ټولنیزو رسنیو باندې د هغو ښځو ویډیوګانې په زیاتېدو دي کوم چې د ایران له حجاب سره مخالفت څرګندوي.

د پولیسو د خالي د ورځې په دې بیان کې د کاروبارونو له مالکانو هم غوښتل شوي چې په کله دې دغه ټولنیز قوانین وڅاري.

په ایران کې د ۱۹۷۹ انقلاب وروسته د پلي شوي شرعي قانون له مخې، ښځې باید خپل وېښته پټ او اوږد حجاب واغوندي چې د بدن هڅکې او ژورې یې پټې وي.

له دغه قانون څخه په سرغړونې ښځې جریمه شوي، بندي شوي‌ او ورته ډول ډول سزاګانې ورکړل شوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د مارچ په ۳۰ نېټه په یو بیان کې ویلي، حجاب" د ایراني ولس یو مدني بنسټ او د اسلامي جمهوریت یو له اصولو څخه دی چې په اړه به یې هېڅکله په شاتګ نه وي.

دوی له خلکو غوښتي چې له بې حجابه ښځو سره مخالفت څرګند کړي.‌

له داسې غوښتنو سره په تېرو وختونو کې سخت دریځو په ښځو باندې بریدونه هم کړي.

تېره اونۍ په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښکاري چې په یو دوکان کې یو سړی په بې حجابه ښځې باندې مستې شېندي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00