شاته

صدر علوي د چیف جسټس د واکونونو محدودولو قانوني مسوده د بیا کتنې لپاره بېرته پارلیمان ته ولیږله

دپاکستان صدر ښاغلي عارف علوي د پریکټس اېنډ پروسیجر 2023 په نوم هغه قانوني مسوده دبیاکتنې لپاره بېرته پارلیمان ته لیږلې ده چې پکې د چیف جسټس لخوا د خپله انده دنوټس اخستو اؤ د بینچ جوړولو واکونه محدود کړل شوي دي.

دایین د75مې مادې لاندې پارلیمان ته دبیا کتنې لپاره ددې مسودې قانوني دلیږلو په ترڅ کې صدر علوي ویلي ښایي دا قانوني مسوده دپارلیمان د واک نه بهر ده اؤ دنیمګړتیا اؤ مصنوعیت په لحاظ دا په عدالت کې چیلنج کیدای .

په مرکز کې واکمن ایتلاف پي‌ ډي ایم دصدر علوي دا ګام په بدنیتۍ اډاڼه ګرځولی دی اؤ دهیواد په صدر یې تور لګولی چې هغه دپاکستان دصدر په توګه نه بلکې د تحریک انصاف ګوند داستازي په توګه چلند کوي.

حکومتي ګوندونه وایي چې دصدر دې مل سره به په هیواد کې روان اییني اؤ سیاسي بحران لا پسې کړکیچن شي.

صدر عارف علوي ویلي دي ایین سپریم کورټ ته د اپیل،بیا کتنې،مشورې ورکولو اؤ دابتدایي سماعت یا اوریدنې واک ورکوي.

دصدر علوي لخوا ویل شوي ، منل شوی قانون خو دادی چې اییني دفعو کې دعامې قانون سازۍ له لارې بدلون نه شي.

هغه ویلي چې دایین 191مه ماده سپریم کورټ ته دعدالتي کارروایۍ اؤ دطریقه کار غور کولو لپاره دقوانینو جوړولو اختیار ورکوي اؤ دایین ددې دفعو په اساس سپریم کوټ خپل رولز په کال 1980 کې جوړ کړي چې توثیق یې پخبله ایین کړی دی.

صدر علوي ویلي دي چې په ارزول شوؤ قاعدو کې لاس وهنه دعدالت په خودمختارۍ،ازادۍ اؤ اندروني کارروایي کې د مداخلت په معنا کیدای شي.

هغه زیاته کړې ده چې د ریاست د دریوو ستنو د واک ،اختیار ،طاقت اؤ کردار سپیناوی په ایین کې شته اؤ دایین د67مې مادې لاندې پارلیمان دایین په تابع پاتې کیدلو دخپل طریقه کار اؤ کاروبار دمنظم کولو لپاره دقاعدو جوړولو صلاحیت لري.

صدر وایي همدا شان دایین د191مې مادې په اساس دایین اؤ قانون په تابع پاتې کیدلو سپریم کورټ هم دخپلو فعالیتونو اؤ طریقه کار ټاکلو لپاره قواعد جوړولی شي اؤ ایین 67 اؤ 191 مادې یو بل ته ورته دي.

دصدر علوي په وینا د ایین دا دواړه ذکر شوې مادې په قاعدو جوړولو کې دپارلیمان اؤ سپریم کورټ دواړو خپلواکي تسلیموي هم دواړه ادارې د یو بل په واک کې د لاس وهنې نه منعې کوي.

په مرکزي واکمن ایتلاف کې دشامل سیاسي ګوند قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاو دصدر عارف علوي په دې اقدام خپل غبرګون کې ویلي دصدر لخوا یاده قانوني مسوده پارلیمان ته بېرته لیږل دصدر بدنیتي ښایي.

هغه په ټویټر خپل یو بیان کې ویلي ښایي دتحریک انصاف داستازي په توګه دکارکوونکي صدر عارف علوي دې عمل سره به اییني اؤ سیاسي بحران نور هم زیات شي.

ښاغلي شیرپاو زیاته کړې ده دصدر دمنصب سپکولو پځائ صدر ته پکار ده چې استعفا ورکړي اؤ دپي ټي ایي منصب سمبال کړي.

دپي ډي ایم د بل ستر ایتلافي ګوند وتلې مشرې اؤ مرکزي وزیر سینیټرې شیري رحمان دصدر اقدام ته خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي چې صدر ددې قانوني مسودې په واپس کولو سره ثابته کړې ده چې هغه دهیواد صدر نه بلکې اوس هم دتحریک انصاف ګوند عمومي سکتر دی.

شیري رحمان ویلي صدر دپارلیمان هرې پرېکړې ته دتحریک انصاف له نظره کتلي اؤ دا قانوني مسوده لا هغه ته رسیدلې هم نه ده چې ددې په اړوند یې خپل دریځ ورکړی ؤ.

هغې زیاته کړې ده درې نیم کاله صدر د صدارتي ماڼۍ نه د ارډیننسونو کارخانه جوړه کړې وه نو څنګه به هغه دپارلیمان په صلاحیت پوهیږي؟ نوموړې په صدر غږ کړی دی چې پارلیمان ته دې قانون سازي نه ښایي.

دپارلیمان نه منظوره شوې دې قانوني مسوده کې له خپله انده د نوټس اخستو واک دسپریم کورټ درې سینیر ججانو ته ورکړل شوی.

دقانوني مسودې له مخې به د سپریم کورټ د چیف جسټس لخوا له خپله انده دنوټس اخستو واک محدود وي اؤ دبینچونو دټاکلو اؤ از خود نوټس فیصله به دمشر قاضي په شمول ددریوؤ ججانو کمیټي کوي.

ددې نوي قانون منظوریدو صورت کې به پخوانیو وزیراعظمانو میا نواز شریف، یوسف رضا ګیلاني اؤ نورو هاغو سیاسي مشرانو ته دخپلو سزاګانو پرضد داپیل حق ترلاسه شي چې داز خود نوټسونو لاندې سزاوار شوي دي.

روانه اوونۍ دا قانوني مسوده قامي اسمبلۍ اؤ سینیټ منظور کړې اؤ له هغې وروسته یې دلاسلیک لپاره دهیواد صدر ته لیږلې وه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00