شاته

خېبر: باړه کې د امنیتي ځواکونو ګاډی په بم الوځول شوی،د صوبېدار په ګډون پکې دوه عسکر وژل شوي

دپاکستان دحکومت اؤ پوځ لخوا دترهګرو پرضد دعملیاتو پېل کولو داعلان سره سم خېبر پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ په صوابۍ کې په پولیسو له شوي بمي برید وروسته دخېبر په باړه سیمه کې هم دامنیتي ځواکونو ګاډی په بم الوځول شوی دی.

امنیي سرچینې وایي دباړې په بمي برید کې دیو صوبېدار په ګډون دوه عسکر وژل شوي اؤ ګڼ نور ژوبل شوي دي.

په امنیتي ځواکونو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې تېره ورځ د وزیراعظم په مشرۍ دملي امنیت کمیټې قبایلي سیمو کې دترهګرو پرضد د هراړخیزو عملیاتو منظوري ورکړه.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي نن د خالي په ورځ دباړې تحصیل په ملک دین خیل سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډي په بم الوځول شوی دی.

سرچینې وایي دامنیتي ځواکونو قافله په سړک تېریدله چې دغلته پرې د وړاندې نه اېښودل شوی بم چاودیدلی دی.

سرچینو ډیوه ته ومنله چې په دې پېښه کې یو صوبیدار اؤ یو بل عسکر وژل شوی اؤ ګڼ نور عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا قبوله کړې ده نه خو سرچینې وایي له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه دپېښې سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه یې په ګېره کې داخستې ده.

تر اوسه دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار یا سیمه ییزو چارواکو ددې برید په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

تېره ورځ دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت دکمیټې ترسره شوې غونډه کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرو پرضد د ګڼ اړخیزه عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه چې په هم هغه ماښام صوابۍ کې دپولیسو په یو ګاډي دلاسي بم برید شوی ؤ چې پکې یو پولیس تاڼېدار وژل شوی اؤ دوه عسکر ژوبل شوي وؤ.

د جمعې په ورځ د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي"

دملي امنیت دکمیټې په غونډه کې دترهګرو پرضد دعملیاتو دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په دې وروستیو کې دپاکستان په ځانګړي ډول دخېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو وسله والو خپل بریدونه چټک کړي اؤ په دې بریدونو کې په سوؤنو عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په تازه ترسره شوؤ بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي چې زیاتره په قبايلو ضلعو کې ترسره شوي وو

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00