شاته

اسحاق ډار:پاکستان څه سوالګر نه دی، د ایي ایم ایف غړی دی

دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلی اسحاق ډار وایي پاکستان کوم سوالګر نه بلکې د ایي ایم ایف اؤ نړیوال بینک غړی دی ځکه نو دا وینا سمه نه ده چې ګنې دی(اسحاق ډار) ایي ایم ایف دامریکې دسفر نه منعې کړی دی.

دخالي په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي ډار ویلي هیواد کې دبحران کیفیت دی.

هغه وویل "دقام په توګه مونږ یو ګرداب کې راګیر یو،د وزیراعظم په وینا مې دامریکې دوره ملتوي کړې ده،دملکي حالاتو له امله به واشنګټن کې کیدونکو غونډو کې په انلاین بڼه ګډون کووم"

دخزانې وزیر وویل په قامي معاملو کچه خبرې اؤ پریوتې تجزیې مناسب نه دي، "ځېنې وایي چې زه ایي ایم ایف منعې کړی یم، ما ایي ایم ایف نه شي منعې کولی، پاکستان دایي ایم ایف غړی دی ، څه سوالګر نه دی"

هغه وویل دا سمه ده چې پاکستان اقتصادي ستونزو سره مخ دی خو ددې ستونزو باوجود نړیوالو ته بېرته ګرځول کېدونکې پیسې یې یوه دقیقه یا منټ هم نه دي ځنډولي.

هغه وویل په دې حالاتو کې هم پاکستان نړیوالو ته 11 اربه ډالر بېرته ګرځولي اؤ ایي ایم ایف چې څه هم ویلي پاکستان یې ډاډمن جواب ورکړی دی.

دنوموړي په وینا ایي ایم ایف سره د مامورینو په کچه تړون کېدونکی دی، یو دوست هیواد ایم ایي ایف ته د دوؤ اربو ډالرو د اداییګۍ پخلی کړی دی اؤ دبل دوست هیواد له لوري د یو ارب ډالرو پخلي ته انتظار دی.

ښاغلي اسحاق ډار دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دتېرې میاشتې په پائ کې د پاکستان د خزانې وزارت پارلیمان ته ویلي وؤ د پاکستان په ذمه پورې حکومتي قرضونو کې د روان مالي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د څلور زرو اربو روپو نوره اضافه هم شوې ده.

دخزانې وزارت د رپورټ ترمخه په پاکستان ورپورې قرضه کې له دې نوې اضافې وروسته د پاکستان ټول ټال پورونه 52 زره اربو روپو نه اوښتي دي.

د خزانې وزارت دغه شمېرې ښیي چې دا مهال هر پاکستانی وګړی د دوؤ لکو او شپاړس زرو روپو قرضې لاندې ګیر دی.

په پاکستان د قرضو بار په داسې وخت کې نور سیوا شوی دی چې دا هیواد د یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دی او واکمنان یې وایي د اخستل شوؤ پورونو د سود پیسې هم د نورو پورونو په اخستو خلاصوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00