شاته

وسله والو کسانو په نایجریا کې ۸۰تنه تښتولي دي

عیني شاهدانو د شنبې په ورځ اپریل اتمه (وري ۱۹) د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو د نایجریا په زمفارا سیمه کې لږ تر لږه ۸۰ کسان د باج اخیستنې لپاره تښتولي دي.

په لرې پرتو کلیو کې د وسله والو له خوا ددغو تښتول شویو ۸۰ کسانو زیات شمیر یې ښځې او ماشومان دي.

په وروستیو کلونو کې وسله والو ډلو د نایجریا په شمال لویدیځ کې په سلګونو کلیو بریدونه کړي او ملکي وګړي یې د پیسو لپاره تښتولي دي.

په عین حال کې د نایجریا په شمال ختیځو سیمو کې اسلام پاله افراطیان لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

عیني شاهدانو رویټرز ته ویلي چې دا تښتونه د جمعې په ورځ د ونزامي په سیمه کې شوې ده. ونزامي د نایجریا یو له هغو دریو ایالتونو څخه دی چې د نارینه وسله والو تښتونکو له امله تر ټولو زیات ځپل شوی دی.

موسی عثمان چې څوارلس کلن زوی یې ابراهیم هم په تښتول شویو کسانو کې شامل دی، د رویټرز اژانس ته د تلیفون له لارې ویلي دي چې ښځې او ماشومان د لرګیو ټولولو او د کښت لپاره د ځمکې د پاکولو پر مهال د وسله والو له خوا تښتول شوي دي. موسی وایي، وسله والو ښځې او ماشومان له ځانه سره ځنګل ته بوتلل.

د ونزامي سیمې د امنيې قوماندانۍ وياند محمد شهو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو کسانو تښتول تائيد کړل. خو دا يې ونه ويل چې په دقيقه توګه څومره کسان تښتول شوي دي. په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې پوليس له پوځ سره په ګډه د قربانيانو په ژغورلو بوخت دي.


د نایجریا مرکزي او شمال لویدیځې سیمې تل د سیمه ییزو جنایتکارو ډلو د وحشت شاهدې دي.

دغه ډلې د پيسو په بدل کې د خلکو د تښتولو تر څنګ د خلکو د څارویو رمې غلا کوي، مالونه يې لوټ کوي او کورونه يې سوځوي.

په دې وروستیو کلونو کې د نایجریا حکومت د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د اسلامپالو یاغیانو پر ضد په جګړه بوخت دی او په شمال لوېدیځ کې د جنایتکارو ډلو پر ضد مبارزه کوي.