شاته

د افغانستان صدای بانوان رېډیو چې طالبانو بند کړی و نشریات یې بېا شروع کړل

د افغانستان په بدخشان ولایت کې صدای بانوان نومې رېډیو چې ښځو چلولو او طالبانو په دې الزام تړلی و چې د روژې په میاشت کې یې موسیقې غږوله نشریات یې بیا شروع کړل.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبری ادارې ترمخه د صدای بانوان د نشریانو د بیا شروع کېدو تصدیق د طالبانو یو چارواکي او د رېډیو سټېشن مشرې د جمعې په ورځ وکړو.

صدای بانوان یوه هفته مخکې تړل شوی و.

صدای بانوان د دري ژبې ټکی د چې معنا یې د ښځو اواز دی. رېډیو سټېشن لس کاله مخکې په بدخشان کې شروع شوی و د عملې په اتوو کې يې شپږ غړي ښځینه کارکونکي دي.

په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او د ثقافت مشر معزالدین حامدي وویل چې صدای بانوان ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ فعالیت د بیا شروع کولو اجازت ورکړی شو.

هغه وویل رېډیو سټېشن به د "اسلامي امارت قوانین او ضابطې ومنلې" او هېڅ ډول موسیقي به نه نشر کوي.

د صدای بانوان مشرې ناجیه سروش وویل چارواکو ته د لوظ ورکولو وروسته د رېډیو سټېشن د دروازې جندره (تالا) خلاصه کړی شوه او رېډیو نشریات بیا شروع کړل.

په افغانستان کې خبریالانو د تحفظ او مطبوعاتو د ازادۍ تنظیم د "افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې" د صدای بانوان د نشریانو د بیا شروع کېدو هرکلی وکړو.

کمېټۍ وویل صدای بانوان د نشریاتو د بیا شروع کېدو دپاره یې کوښښونه کړي وو.

یوه هفته مخکې د صدای بانوان مشرې ناجیه سروش ویلي وو د زیارت/پنجشنبې په ورځ د غرمې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او ثقافت وزارت او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت استازي د دوی رېډیو سټېشن ته ورغلل او سټېشن یې بند کړو.

معزالدین احمدي د خالي/شنبې په ورځ وویل چې صدای بانوان په روژه کې د سندرو او موسیقۍ په خپرولو سره "د اسلامي امارت د قوانینو او ضابطو" خلاف ورزي کړې وه ځکه وتړل شو.

په کال 2021 کې په افغانستان طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس ګڼ شمېر افغان مطبوعاتي ادارې یا خو مالي وسایلو د کمي او یا طالبانو د عملې د کمي له امله بندې شوي دي. ګڼ شمېر خبریالان د ملک نه وتلي هم دي.

طالبانو د ښځو په کار روز ګار او د شپږمې درجې نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده.

طالبان د ښځو په اړه د خپلې تګلارې دفاع کوي، وايي ښځو د کار روزګار او تعلیم دپاره به د افغان دود دستور او اسلام سره سم حالات برابروي.

ای پي خبري اداره وايي طالبانو دا ځل په موسیقۍ په رسمي ډول پابندي نه ده لګولې په تیر حکومت کې یې رېډیو، ټېلې وژن او اخبارونه زیاتره تړل شوي وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


د یوکرېن صدر د روس خلاف جنګ کې د پولېنډ د ملاتړ ستاینه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00