شاته

روسیې رسماً امریکایي خبریال په جاسوسۍ تورن کړ 

د روسیې خبري اژانسونو د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) راپور ورکړ چې مسکو په رسمي توګه امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ په جاسوسۍ تورن کړی دی؛ هغه تورونه چې د ګرشکویچ او د هغه د استخدام کوونکي دواړو لخوا رد شوي دي.

د روسیې د امنیت فدرالي ادارې (FSB) د مارچ په ۳۰ (وري ۱۰) اعلان وکړ چې امریکایی خبریال ایوان ګیرشکوویچ، چې د وال سټریټ ژورنال لپاره کار کوي، د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د واشنګټن لپاره د جاسوسۍ په شک نیول شوی دی.


دا د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې یو امریکايي خبریال په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول کېږي. د ګرشکویچ نیولو د رسنیو، د بشري حقونو ډلو او بهرنیو حکومتونو اعتراضونه راوپارولي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې له قوله ویلي چې د روسیې فدرالي امنیتي ادارې «ګرشکویچ د خپل هیواد د ګټو لپاره په جاسوسۍ تورن کړی دی».

تاس اژانس زیاته کړې ده: "هغه ټول تورونه په کلکه رد کړل او وویل چې هغه په روسیه کې په ژورنالیستیکي فعالیتونو بوخت و."

د متحده ایالاتو یوې مخکښې ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال، په داسې حال کې چې پر خپل خبریال د جاسوسۍ تورونه رد کړي، هغه یې یو "باوري او ژمن خبریال" بللی دی.

ګرشکویچ په داسې حال کې نیول کیږي چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې په اوکراین د روسیې د یرغل له امله خورا ترینګلې شوې دي.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې پر مسکو تور لګوي چې په امریکا کې د نیول شویو روسانو د خوشې کولو په خاطر په خپل سر امریکایان نیسي.

د ګرشکویچ له نیول کیدو او توقیف وروسته، د بې سرحده خبریالانو سازمان (RSF) وویل، ګرشکویچ د "واګنر پوځي شرکت په اړه تحقیقات" کول، هغه ډله چې یو شمیر جنګیالي یې په مختلفو جرمونو محکوم شوي او د اوکراین په جګړه کې یې مهم رول لوبولی دی.

دې سازمان تائید کړه چې ۳۱ کلن ګرشکویج د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د صادر شوي مطبوعاتي جواز سره کار کاوه. ویل کیږي چې هغه د روسیې د یو "پوځي - صنعتي کمپلیکس" په اړه د معلوماتو د راټولولو په خاطر توقیف شوی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د مارچ په ۳۱ د ګرشکویچ د خوشې کیدو غوښتنه وکړه، او د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر د هغه په وړاندې د جاسوسۍ تورونه "مسخره" وبلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګرشکویچ د نیولو په تړاو په واشنګټن کې د روسیې سفیر احضار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ټیلیفوني خبرو کې د هغه د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د کانګرس دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مشرانو هم د جمعې په ورځ ، د اپریل په اوومه نیټه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او د ګرشکویچ د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه.

په سنا کې د اکثریت دموکرات ګوند مشر چک شومر او د سنا د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر میچ مک کانیل وویل: "موږ د امریکا د تبعه او د وال سټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګرشکویچ غیرقانوني توقیف په کلکه غندو او د دې مشهور او په نړیواله کچه د درناوي وړ خپلواک ژورنالیست د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کوو."

د سنا مجلس مشرانو لیکلي: "پرېږدئ چې کومه تېروتنه ونشي: خبریالي جرم نه دی. مونږ پر ښاغلي ګرشکویچ د بې بنسټه او ساختګي تورونو رفع کیدل او د هغه سمدستي ازاديدل غواړو."

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.