شاته

امریکا په اسرائیل کې ترهګریز بریدونه په سختو ټکو وغندل

متحده ایالاتو په لویدیځه غاړه او تل ابیب کې د جمعې د ورځې اپریل اوومې (وري ۱۸) ترهګریز بریدونه په کلکه وغندل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پتیل په یوه اعلامیه کې وویل چې متحده ایالات «د نن ورځې درې خونړي بریدونه چې په ترڅ کې یې درې تنه ووژل شول او لږ تر لږه اته تنه نور د هغې جملې څخه د اسرائیل، ایټالیا او انګلستان اتباع ټپیان شول په کلکو ټکو غندي».

په اعلامیه کې ویل شوي: « د هر هېواد د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول د منلو وړ نه دي. متحده ایالات د اسرائیل د حکومت او خلکو سره ولاړ دي. موږ له خپلو اسرائیلي ملګرو سره په نږدې تماس کې یو او د هغوی د امنیت لپاره زموږ تلپاتې ژمنې بیا تائیدوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په اعلامیه ویلي چې متحده ایالات د دغو دوو پیښو د قربانیانو د کورنیو او عزیزانو سره خواخوږي څرګندوي.

په سیمه کې نښتې هغه مهال زیاتې شوې چې اسرائیلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) په بیت المقدس کې الاقصی جومات ته ننوتل او له مسلمانانو سره یې نښته وکړه.

له هغې وروسته د پنجشنبې په ورځ د لبنان له خاورې څخه د اسرائیل پر لور ۳۴ توغندي وتوغول شول، چې اسرائیلي پوځ یې پړه په فلسطیني ډلې واچوله او وویل، چې «په یقین سره دا د فلسطینیانو مرمۍ دي».

د دغو راکټونو په ځواب کې د اسرائیل هوايي ځواک د جمعې په ورځ د اپریل په اوومه (وري ۱۸) د غزې په تړانګه او لبنان باندې ځوابي هوايي بریدونه پیل کړل.

په تازه نښتو کې، د جمعې په سهار دوه برتانوي-اسرائیلي خویندې چې ۱۶ او ۲۰ کلنې وې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په ډزو کې ووژل شول او مور یې سخته ټپي شوه.

د اسرائیل پولیسو همداشان د تل ابیب په مرکز کې د یو کس د وژل کیدو اود اوو تنو د ټپي کیدو چې عمرونه یې د ۱۷ او ۴۷ کلونو ترمنځ وو، خبر ورکړی دی.

د پولیسو یوه ویاند فرانس پرس اژانس ته وویل، "ترهګر خنثی شول، دا د ملکي وګړو په وړاندې یو ترهګریز برید و، په موټر یو برید."

د بریدونو څخه لږ وروسته د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د پولیسو او د پوځ د احتاطي سرتیرو د مجهز کیدو امر صادر کړ.