شاته

د بایډن انتظامیې له افغانستانه په ګډوډۍ سره د عسکرو د انخلا ذمه واري په ټرمپ واچوله

واشنګټن (اېسوشیټډ پرېس) - د امریکا د صدر جو بایډن انتظامیې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت (پنټاګان) لخوا جوړ کړی شوی یو رپوټ جاري کړ چې په هغه کې کال ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکایي پوځيانو د هلاکت خېزه او له ګډوډۍ ډکې انخلا ذمه واري په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ اچول شوې ده.

په رپوټ کې ویلی شوي چې د مخکېني صدر (ټرمپ) د فیصلو په سبب، صدر بایډن ته زیاتې لارې نه وې پاته نو هغه په دې جګړه کې د امریکا د آینده نسل د ښکېل کولو نه انکار وکړ. په رپوټ کې راغلي چې په کار وه د افغانستان جنګ تر دې وړاندې لا ختم کړی شوی و.

د افغانستان څخه د امریکایي قواوو غیرمنظمه انخلا چې په کې خلک هم ووژل شول، د صدر بایډن د صدارتي عهدې یوه تیاره واقعه ګڼل کیږي.

وایټ هاوس د امریکا د تر ټولو اوږدمهالې جګړې (د افغانستان جنګ) د ختمولو په اړه د امریکني پالیسو په باب، په دوولسو (۱۲) مخونو مشتمل یو خلاصه رپوټ جاري کړی چې د هغه وخت د اقداماتو د رپوټ لنډيز بلل شوی دی. په دې خلاصه رپوټ کې وایټ هاوس د ډېرو لږو اقداماتو ذمه واري پخپله غاړه اخېستې او په دې ټکي یې زور اچولی چې بایډن د هغو ګامونو ترسره کولو ته "سخت مجبور" و.

په دې رپوټ کې دا خبره منلی شوې چې د افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي پوځیانو انخلا باید په تېزۍ سره پیله شوې وه، لېکن دا چې په دې کار کې تاخیر راغی، ذمه وار یې ګني د افغانستان پخوانی حکومت، پخوانی افغان پوځ، او د امریکې پوځ او استخباراتي ادارې وې.

د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي - وایټ هاوس
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي - وایټ هاوس

د رپوټ د نتایجو د خلاصې مسوده کومې آزادې ادارې نه، بلکې د وایټ هاوس د قامي سلامتۍ کونسل تیار کړی دی. د انتظامیې وینا ده چې د امریکا د خارجه او دفاع وزارتونو له طرفه تفصیلي جائزې یا رپوټونه، کوم چې د زیارت/پنجشنبې په ورځ په خصوصي توګه کانګرس ته لېږلی شوي دي، هغه رازداره درجه بندي شوې دي او د عوامو دپاره یې تفصیل نه جاري کیږي.

د وایټ هاوس له خوا په خپور شوي خلاصه رپوټ کې ویلی شوي چې "د افغانستان څخه د انخلا د طریقه کار په لړ کې، صدر بایډن د خپل مخکېني کس (ټرمپ) په ذریعه د پیدا شوو حالاتو په وجه سخت مجبوره پاته و."

په خلاصه رپوټ کې دا یادونه شوې چې کله بایډن د صدارت عهدې ته ورسېد، نو هغه وخت "طالبان له پوځي اړخه په ډېر مضبوطه موقف کې وو، او د ۲۰۰۱ کال نه پس، قریب نیم ملک باندې د هغو قبضه وه او یا یې ورباندې د افغان حکومت سره مقابله کوله."

همدا شان ویلی شوي چې د جگړې دپاره د افغان پوځ د آمادګۍ په باره کې د امریکا د استخباراتي ادارو اټکلونه هم له حده زیاد خوشبینانه وو. په خلاصه رپوټ کې راغلي چې بایډن د امریکایي قواوو د انخلا دپاره د پوځي کمانډرانو په سپارښتنو عمل وکړ.

په انخلا باندې د رېپبلېکنانو تنقید

د امریکا په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکو قانون سازانو، د هغه ځانمرګې چاودنې په حوالې سره چې د انخلا په ورځو کې د کابل په ائیرپوټ وشوه او په کې د دیارلسو (۱۳) امریکایي عسکرو ترڅنګ، څه باندې سل (۱۰۰) افغانان هم مړه شول، په دې انخلا باندې سختې نیوکې کړي دي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی افسر ټایلر ورګاس انډریوز چې په هغې چاودنې کې سخت زخمی شوی و، تېره میاشت یې د کانګرس د اورېدنې په یوه غونډه کې وویل چې انخلا "یوه تباهي" وه او بل دا چي هلته "د احتساب داسې کمی و چې د معافی وړ ندی."

د امریکا د سمندري قواوو پخوانی افسر سرجنټ ټایلر ورګاس انډریوز کانګرس ته د وینا په حال کې
د امریکا د سمندري قواوو پخوانی افسر سرجنټ ټایلر ورګاس انډریوز کانګرس ته د وینا په حال کې

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ویاند جان کربي وویل چې د دې جاري شوي رپوټ مقصد، "احتساب نه دی، بلکې د آینده فیصلو دپاره فهم حاصلول دي."

وایټ هاوس دا دعوه لري چې په افغانستان کې د غلطیو په پوهېدلو سره، اوس یې دا سبق حاصل کړی چې په اوکراین کې د روان صورتحال سره څنګه مقابله وکړی شي. په اوکراین باندې د روس د حملې په مقابله کې امریکا د کییف ملاتړ کوي او په دې باندې د بایډن انتظامیې تګلاره ستایل شوې ده.

وایټ هاوس وایي چې د ۲۰۲۲ کال په اوکراین باندې د روس د فبرورۍ میاشتې د حملې نه وړاندې یې، په بدترینو امکاني حالاتو غور کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د آرین خان په زړه پورې مرکه - ډېر زر د وي او اې ډیوه څخه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00