شاته

د فرانس نه پاکستان ته راګرځېدلی پروفیسر اجمل ساوند په سیند صوبه کې په قبایلي دښمنۍ وژل شوی

پولیس وایي د سیند صوبې کشمور سیمه کې د سکهر ایي بي ای پوهنتون پروفیسر ښاغلی اجمل ساوند په یوه قبایلي شخړه کې وژل شوی دی.

په ټولینزو رسنیو ګڼو فعالانو د یاد پروفیسر وژنه یو ظلم بللی او ویلي یې دي پروفیسر اجمل ساوند د فرانسې څخه په ارټیفیشل انټیلیجنس کې د پي ایچ ډي ډګري یا دوکتوره ترلاسه کړې وه او هلته یې ښه خوشحاله ژوند تېریدلو خو خپلو خلکو ته د علم ورکولو لپاره پاکستان ته راغلی و او دلته په یوه زړه قبایلي شخړه کې وژل شو.

په سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پییلز ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پروفیسر ساوند د وژنې غندنه کړې او د سیند پولیسو ته یې د پېښې د زرتر زره پلټنو او د هغه د قاتلانو د نیولو امر کړی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي په اجمل ساوند د زیارت په سهار دکندهـ کوټ په ګهوړا کهاټ سیمه کې څلورو وسله والو ناتاره ډزې کړې او هغه یې وژلی دی.

د کشمور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي عرفان سمو رسنیو ته ویلي چې پولیسو ته معلومه شوې ده چې هغه په یوه زړه قبیلوي دښمنۍ وژل شوی دی.

د پولیسو مشر وایي، د وژل شوي پروفیسر د قاتلانو نیولو لپاره پولیس هڅې چټک کړي او د سندراني قبیلې د ګڼو کسانو د کورونو د تالاشۍ یا لټونې عمل روان دی.

ایس ایس پي ویلي چې پولیسو د هغه وژنه کې د لاس لرنې د شک په اساس پینځه کسان نیولي او نامعلوم مقام ته یې منتقل کړي دي.

ایس ایس پي وایي په کومو کسانو چې د پروفیسر ساوند د وژلو تور لګول کیږي د هغوي ګڼ شمیر دیرې پولیسو سوځولې دي اؤ ډیر زر به دوي دقانون منګولو ته راوستل شي.

د هیواد خارجه وزیر او سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په ټویټر خپل یو بیان کې د پروفیسر اجمل ساوند په وژنه خفګان ښکاره کړی .

هغه پولیسو ته امر کړی چې په ددې پېښې باید په سمدستي توګه پلټنې وکړي اؤ پېښه کې لاس لرونکي کسان باید زر تر زره ونیول شي.

د ټولنیزو رسنیو فعال پیر ایان عثماني په ټویټر لیکلي چې وژل شوي پروفیسر دفرانس نه په مصنوعي ذهانت کې د پي ایچ ډي ډګري ترلاسه کړې وه اؤ هلته به یې د یو ساعت په لیکچر 30 زره روپۍ اخستې خو فرانس یې په دې خاطر پرېښدو اؤ وطن ته راغلو چې خپلو خلکو ته علم ورکړي.

د ټولنیزو رسنیو یوې بلې فعالې عایشه خان په ټویټر لیکلي اجمل ساوند نن په کندهـ کوټ کې په زړه قبایلي شخړه ووژل شو.

هغه وایي قبایلي شخړې د سیند صوبې لپاره ډیرې په تاوان دي اؤ تر اوسه په دې شخړو کې په زرګونو انسانانو خپل ژوند بایللی دی.

عایشه خان له چارواکو غوښتنه کړې ده چې سیند کې دقبایلي شخړو دختمولو څه لاره چاره ولټوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

د آرین خان په زړه پورې مرکه - ډېر زر د وي او اې ډیوه څخه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00