شاته

د امریکا او ټایوان چارواکو د ملاقات نه پس، چین ویلي چې "زورور" گامونه به اخلي

واشنګټن - د امریکا د اېوان نمایندګان سپیکر او د ټایوان د صدرې ترمنځ د یو ملاقات نه وروستو، چین د زیارت/پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د ټایوان خلاف به انتقامي اقدامات کوي او ویې ویل چې امریکا په یوه "غلطه او خطرناکه لار" باندې روان دی.

د شورو/چهارشنبې په ورځ د ټایوان صدره تسای اېنګ-وېن د امریکا د اېوان نمایندګان د سپیکر، کېوېن مکارټي مېلمنه وه او د امریکايي قانونسازانو د یوې ډلې سره چې په کې ډېموکرېټان او رېپبلېکنان دواړه شامل و، ملاقات وکړ. دې کار وښودله چې امریکا د ټایوان ملاتړی پاته کیږي. ټایوان یوه وړه جزیره ده چې د خودارادیت حیثیت لري او چین ورباندې د مالکیت دعوا لري.

د بایډن انتظامیه داسې ښکاره کوي چې امریکا ته د ټایوان د مشرې راتګ څه اشتعال انګیزه کار ندی، ځکه پخوا هم داسې سفرونه ترسره شوي دي. مګر دا ځل د ټایوان مشره په داسې حال کې امریکا ته په دوره راغلې چې د چین او امریکا ترمنځ تعلقات په بې مثاله توګه د تاریخ تر ټولو ښکته کچې ته راټیټ شوي، او دا چې امریکا د ټایوان ملاتړ کوي، د چین او امریکا یوه مهمه اختلافي مسئله همدا ټکی دی.

دا ځل د ټایوان د مشرې رسمي هرکلی، او دا چې د هغې سره په ملاقات کې د امریکا د کانګرس ځیني جګپوړي منتخب غړي شامل و، ممکن د دې سبب شي چې چین دې ځل سفر ته په بل نظر وګوري. د هغه وخته چې امریکا په کال ۱۹۷۹ کې د ټایوان سره سفارتکاري تعلقات په رسمي ډول بند کړل، تر اوسه د امریکا د کانګرس هېڅ سپیکر هم د ټایوان د کوم مشر سره ملاقات نه و کړی.

دې ملاقات ته په غبرګون کې، بجېنګ وویل چې "د قامي خودمختارۍ او علاقائي سالمیت د دفاع په خاطر به پرعزمه او زورور ګامونه" اوچت کړي. دا خبره د چین خارجه وزیر د زیارت/پنجشنبې ورځې سهار په یو بیان کې وکړه.

په بیان کې د امریکا نه غوښتل شوي چې نور دې په "یوه غلطه او خطرناکه لار" قدم نه ږدي.

په تېر ډسمبر میاشت کې، د چین پوځ د امریکا د کلني دفاعي بجټ په قانون کې د ټایوان په تعلق سره د ځینو شامل کړی شوو دفعاتو په غبرګون کې سمدستي له قهره ډک غبرګون وښود او د خپل زور په ښکاره کولو سره یې په څلورویشتو (۲۴) ګېنټو کې یو اویا (۷۱) طیارې او اووه (۷) سمندري جهازونه ټایوان خوا ته ولېږل.

په دې وروستو کلونو کې په ټایوان باندې د چین د پوځ فشار سېوا شوی دی او د چین د واکمن کمونیست ګوند مشران قریب هره ورځ د ټایوان په طرف طیارې او یا سمندري جهازونه لیږي.

چین او ټایوان، مخکې یو ملک و مګر د یوې خانه جنګۍ وروستو په کال ۱۹۴۹ کې سره بېل شول. اوس که څه هم د ټایوان او چین ترمنځ کوم رسمي تعلق نشته دی، مګر د دواړو ترمنځ د بلینونو ډالرو په اندازه هر کال تجارت او سرمایه کاري روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00