شاته

امریکا له چین وغوښتل په تایوان باندې د فشار په ځای له دپلوماسۍ کار واخلي

د امریکا متحدو ایالتونو نن پنجشنبه اپریل شپږمه (وري۱۷) له چین څخه وغوښتل چې په تایوان باندې د پوځي فشار په ځای له دپلوماسۍ څخه کار واخلي.

چین د تایوان له ولسمشرې سره د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د مشر له ملاقات وروسته د تایوان تنګي ته جنګي بېړۍ واستولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پتیل خبریالانو ته وویل: «موږ له بیجینګ څخه دا غوښتنه تکرارو چې د تایوان په ضد خپل پوځي، دپلوماتیک او اقتصاد فشار ودروي او په ځای يې بامفهومه دپلوماسۍ مخه کړي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ د ارتباط د چاینلونو خلاص پاتې کېدو ته ژمن یو چې د هر ډول غلطې محاسبې مخه ونیول شي.»

ویدانت پتیل دا ومنله چې امریکا او چین د تایوان په اړه «متفاوت» دي خو زیاته یې کړه چې دواړو زبر ځواکونو په تېرو ۴۰ کالونو کې دا وضعیت اداره کړی دی.

د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس مشر کیون مککارتي‌ تېره ورځ په کالیفورنیا کې د تایوان له ولسمشرې سای اینګ وین سره وکتل.

ښاغلي مکارتي څرګنده کړه: «موږ به د امریکا او تایوان خلکو ته د مشترک کار د لارو چارو د موندلو لپاره هڅو ته دوام ورکړو چې په اسیا کې اقتصادي ازادي، دموکراسي، سوله او ثبات ته وده ورکړو.»

خو له دغه ملاقات وروسته، چې چین غندلی دی، بیجینګ د تایوان تنګي ته جنګي بېړۍ واستولې. د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: «له جدي تیروتنو څخه د متحدو ایالتونو او تایوان د ډکو کړنو په ځواب کې به چین د خپلي ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره پریکنده او موثر اقدامات وکړي.»