شاته

څېړونکي: د ټي ټي پي سره نورې ډلې يو ځای کېدل به رياست ته دغه چېلنج نور سېوا کړي

څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د وړاندې نه موجودې وسله والې ډلې د خپل وجود په ځای ساتلو دپاره په تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] کې شامليږي، دوی وايي دې سره به د لاقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان نور هم پياوړې شي او د رياست پرضد خپل عمليات نور سېوا کړي.

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاز ډاکټر خورشيد خان وي او ای ډيوه وويل، " ښکاري داسې چې دا به د رياست پاکستان لپاره يو لوی چېلنج وي ځکه چې دې سره به تحريک طالبان پاکستان ته د عملياتو لپاره غټ ګراونډ مېلاو شي، دوی ته به لاجېسټک سپورټ يا مرسته مېلاو شي او د جنګ چې کومې فايدې دي هغه به ټي ټي پي ترلاسه کړي".

تحريک طالبان پاکستان په بېلابيلو اعلاميو کې ويلي چې د خېبر باړې سېمې، د بنو ډومېل تحصيل او د شمالي وزيرستان څلور بېلا بيلې وسله والې ډلې په ټي ټي پي کې شامل شوي او د ډلې مشر مفتي نورولي محسود په لاس يې بعيت کړی دی.

د سياسي چارو پوهان وايي د پاکستان دننه مخ په زياتېدونکي سياسي کړکېچ فايده کالعدم تحريک طالبان پاکستان ته رسي.

دوی وايي د موجوده وفاقي او صوبايي حکومتونو په ترجيحاتو کې د ناامنۍ مخنيوی نه بلکې سياسي ګټې ترلاسه کول شامل دي.

د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاز ډاکټر علي عمران بنګش وي او ای ډيوه ته وايي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره په سيکيورټي فورسز او پوليس باندې انوسټمنټ يا پېسه لګول د هغوی توان سېوا کول پکار دي خو فلحال داسې نه ښکاري چې دغه د حکومت په ترجيحاتو کې دي.

نومووړی وايي، " په لویو ترجيحاتو کې پاکستان د ډيفالټ [دېواليه کېدو] نه بچ کول دي، عمران خان د خپلې پارټۍ د مشرۍ نه ويستل دي او خپل پوليټيکل کېپېيټل جوړول دي چې کوم دې وخت کې نه ټي ټي پي سره مزاکراتو سره راتللی شي او نه د پوليس کومک سره راتللی شي".

ډاکټر خورشيد خان وايي اوس مهال تحريک طالبان پاکستان د خېبر پښتونخوا قبايلي سېمو او په بلوچستان کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره زيات سرګرم دي، خو دوی بيا اندېښنه ښايي چې دغه وسله واله ډله په پنجاب او سيند صوبو کې هم خپل فعاليت سېوا کولی شي چې په دې توګه خپل جنګي مقصدونه پوره کړي.

" طالبان يا نور کوم شدت پسند تنظيمونه دي نو ښکاره خبره ده چې د هغوی مهم د دې نه کاميابېدلی نشي چې دوی ځای پر ځای واقعات وکړي، هغه په لاهور، اسلام اباد، پېنډۍ، ملتان او نورو ښارونو کې کولی شي دا څنګه چې مونږه په پېښور کې وينو".

د وايس اف امريکا اردو څانګې د خبر ترمخه تحريک طالبان پاکستان د فرورۍ مياشتې دوران د تشدد او ترهګرۍ 29 پېښو زمه وارۍ منلي چې 21 عمليات پکې يواځې د خېبر پښتونخوا په جنوني ضلعو کې ترسره شوي وو.

په وروستيو کې د ﭘﺎکستان د ﭘﻮځ ﻣﺸﺮ ﺟﻨﺮﻝ عاصم ﻣﻨﻴﺮ د قبايلي خېبرد تيرا سيمې د سفر پرمهال ويلي وو چې د قام په ملاتړ به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري څو پورې چې تل پاتې امن په ځای کړی شوی نه وي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00