شاته

صدر بایډن د جمهوریت په موضوع د نړیوالې غونډې پرانېسته کوي

صدرجوبایډن به د شورو، چهارشنې، په ورځ د امريکې په کوربتوب کېدونکي د سمېټ فار ډېماکرسي یا د جمهوریت دپاره د سر مشرېزې غونډې پرانسته کوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه امریکا به په نړیواله کچه د جمهوریت د پرمختګ د پروګرامونو دپاره د ۶۹۰ مېلین ډالرو د مرستې لوظ هم کوي.

ای پي د یو امریکايي چارواکي له قوله وايي چې د دوه ورځنۍ غونډې په موقع به د صدر بایډن حکومت دا خبره واضحه کوي چې ټېکنالوجي دې د جمهوریب په ضد نا بلکې د جمهوریت دپاره استعمال کړی شي.

د جمهوریت په موضوع انلاین غونډې ته ۱۲۰ نړیوال مشران رابلل شوي دي.

د سمېټ فار ډېماکرسي د لړۍ لومړۍ غونډه ای پي وایي امریکې په یوازې سر کړې وه خو دا ځل به ورسره کوسټاریکا، هالېنډو جنوبي کوریا او زېمبیا شریک کوربانه وي.

ای پي وايي امریکي د شریکو کوربنو ګام د چین او روس د سفیرانو د دې تنقید نه پس اخیستی چې په کې وېل شوي چې د صدر بایدڼ حکومت د پخوانی سوړجنګ د ذهنیت لاندې د سمېټ دلارې دنیا تقسیمول غواړي.

د تېرې غونډې په شان پاکستان په دویمه غونډه کې د شرکت نه انکار کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ په يو بيان کې وویل پاکستان د امریکې او د نورو کوربنو هېوادونو مننه کوي چې په 29م او 30م مارچ یې د جمهوريت په اړوند دويمه سرمشريزه غونډه کې پاکستان ته د ګډون بلنه ورکړه.

ای پي وايي پاکستان د فېصلې نه داسې ښکاري چې هېواد نه غواړي چې چین ناراضه کړي. چین ته د جمهوريت په اړه غونډه کې د شرکت بلنه نه ده ورکړی شوې.

ای پي وايي صدر بایډن اکثر دا خبره کوي چې امریکا او هم خیال اتحادیان يې په یو داسې حساس وخت ولاړ دي چې جمهوریتونه دا واضحه کړي چې د امریتونونه زیات مستحکم دي. د جمهوریت په اړه غونډې د صدر بایډن د حکومت اهم کوښښ دی چط هدف یې جمهوریت ته وده ورکول او امرانه حکومتونه جمهوریت ته راکښ کول دي.

صدر بایډن او د جنوري کوریا صدر یون سک یوېل د سمېټ د شروع کېدو دپاره په مشترکه بیان کې وویل د داسې شفاف او احستاب ته د حاضر حکومتدارۍ د جوړول د وخت ضرورت دی چې د ولس ملاتړ ورسره وي.

ای پي وايي صدر بایډن په دې لوظ اقتدار ترلاسه کړی و چې په خارجه تګلاره کې به يې جمهوریت او د انساني حقونو دفاع اهم کردار ادا کوي.

خو د انساني حقونو ځیني فعالان په صدر بایډن تنقید کوي او وايي د انساني حقونو په لړ کې هغه د مصر او سعودي عرب په اړه نرمه رویه اختیارکړې ده. د بایډن حکومت په منځني ختيځ کې د امن دپاره دواړه ملکونه اهم ګڼي.

د ای پي رپورټ وايي په ورستيو ورځو کې د امریکي او د اسرایل ترمنځ هم یو څه تناو پېدا شوی و او سبب يې د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په عدلیه کې د مجوزه اصلاحات وو چې د امریکې حکومت ګڼي په اسرایل کې به جمهوریت کمزوری کړي.

د سمېټ فار ډېماکرسي د ابتدايي نسشت په موقع نېټن یاهو وویل اسرایل یو مضبوط جمهوریت دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00