شاته

پاکستان نژاد حمزه یوسف د سکاټ لېنډ لومړی وزیر منتخب شو

پاکستان نژاد حمزه یوسف د سکاټ لومړی وزیر او د سکاټ لېنډ د حکومت لومړی مسلمان مشر ټاکل شوی دی.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي یوسف د یو مغربي جمهوریت لومړی مسلمانان قومي مشر دی.

د حمزه یوسف نه پېنځه میاشتې مخکې هندي نژاد رشي سونک د برطانيې وزیراعظم ټاکل شوی او د برطانيې سر ښار لندن مېیر یا ښاروال محمد صادق خان مور او پلار د پاکستان نه برطانيې ته تللي او اباد شوي دي.

ای پي وايي درې واړه سیاسیتدانان د برطانيې په سیاست کې د زیاتېدونکي تنوع عکاسي کوي او د ملک نوابادیاتي ماضي په ځینو وختونو کې په غیريقیني او دردونکي ډول د ملک د ګڼ نسلي موجوده وخت سره رایوځای کوي.

د سکاټ لېنډ د پارلېمنټ غړو د نهې، سه شنبې، په ورځ ۳۷ کلن حمزه یوسف د لومړي وزیر په حېث منتخب کړو. هغه د سکاټېش نېشنل پارټۍ هم مشر ټاکل شوی دی.

سکاټ لېنډ د برطانيې برخه ده خو نیم خودمختار حکومت لري او د صحت او د تعلیم په شمول په یو شمېر برخو کې په پراخه کچه اختیارات لري.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د شکریه ادا کولو په تقریر کې حمزه یوسف په دې خبره شکر ادا کوي چې نیا نېکه يې ۶۰ کاله مخکې د پنجاب نه سکاټ لېنډ ته هجرت وکړو.

یوسف وویل نیکه او نیا ته يې د انګلش یو ټکی هم نه ورتللو او تصور به يې هم نه شو کولی چي یوه ورځ به يې لمسی د سکاټ لېنډ لومړی وزیر وټاکل شي.

یوسف په ۱۹۸۵ کې د سکاټ لېنډ په مرکزي ښار ګلاسګو کې زېږېدلی دی. د هغه د پلار کورنۍ د پاکستان او د هغه د مور کورنۍ د مشرقي افرېقې نه په برطانیه کې اباد شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00