شاته

پولیس: پرتګال کې په یو اسلامي مرکز د افغان برید له ترهګرۍ سره تړاو نلري 

په پرتګال کې چارواکو نن چهارشنبه مارچ ۲۹ (وري نهمه) وویل چې په مرکز لیزبون کې په یو اسلامي مرکز کې د چاقو د تېرې ورځې برید، چې دوې ښځې په کې ووژل شوې، له تروریزم سره تړاو نلري.

بریدګر یو افغان کډوال ښودل کېږي چې د چارواکو په خبره شاید تر برید مخکې له رواني ستونزو سره مخامخ و.

د پرتګال د عدلي پولیسو مشر لویس نیویس وویل داسې نه ښکاري چې «دا دې کوم تروریستي برید وي» او یا دې د «مشکوک بریدګر» افراطیت په دې پېښې کې شامل وي.

هغه زیاته: «هغه څه چې ممکن په دې قضیې کې دخیل وي، چې یوازې رواني ارزونه یې تشخیص کولای شي، دا دي‌ چې دا یو رواني بحران و. په دې اړه تحقیقات روان دي.»

عیني‌ شاهدان وايي بریدګر د «اسماعیلیه اسلامي مرکز» کې پرتګالۍ ژبه زده کوله، خو تېره ورځ یې په تیلیفون کې له خبرو وروسته ناببره رویه بدله شوه. ده لومړی په یو ښوونکي د چاقو برید وکړ او بیا یې د مرکز دوې کارکوونکې په نښه کړې،‌ چې ووژل شوې.

پولیسو بریدګر په ډزو ووېشت، ژوبل یې کړ او اوس په روغتون کې تر توقیف او درملنې لاندې دی.

فرانس پرس اژانس وايي چې پلټونکو د بریدګر له کور څخه تر یونان پورې د هغه د راتګ لارې پلټلې او موندلي دي چې په یونان کې د هغه ښځه په اور کې سوځېدلې او مړه شوې ده.

د پولیسو مشر نیوس وویل چې دغه کس د دریو اولادونو پلار دی او په ۲۰۲۱ کال کې پرتګال ته راغلی دی. وايي پلان یې لره چې په څو ورځو کې جرمني ته ولاړ شي.‌