شاته

واشنګټن کې د ډیموکراسۍ د سرمشریزې پیل پر اوکراین متمرکز دی

په روانه اونۍ کې د ډیموکراسۍ تر عنوان لاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کوربتوب د سرمشریزې پیل په اوکراین متمرکز دی.

په دې غونډه کې د ١٢٠ هیوادونو، مدني ټولنو او ټیکنالوژۍ د شرکتونو استازي برخه لري.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په غونډه کې په انلاین بڼه خبرې وکړې او ویې ویل چې د اوکراین خلک سوله غواړي، خو په هر قیمت سوله ترلاسه کول یو خیال دی.

هغه وویل: "د اوکراین خلک به یوازې هغه وخت سوله ومني چې په بشپړ ډول د روسیې د تیري د پای ته رسولو تضمین وشي او د اوکراین د خاورې نه د روسیې ځواکونه په بشپړه توګه ووځي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، غونډې ته وویل چې په اوکراین د روسیې یرغل وښودله چې دیکتاتوري ډیموکراسۍ ته ګواښ دی.

بلینکن د اوکراین د سولې دپاره د چین د سولې وړاندیز ته په اشارې وویل چې دا په ظاهره د اوربند ښه نیت ښيي خو په واقعیت کې روسانو ته د چمتوالي د فرصت برابرولو هڅه ده تر څو جګړه نوره هم پیاوړې کړي.

بلینکن زیاته کړه: "دا به روسیې ته اجازه ورکړي چې هغوی په دغه جنګ کې خپلې لاسته راوړنې پیاوړې کړي او په ساده ډول د ارام او تیارېدو لپاره وخت ولري او له سره بریدونه پیل کړي."

د کاتولیک پوهنتون استاد، مایکل کیماج امریکا غږ ته وویل چې د روانې غونډې عمده موخه د اوکراین لپاره د ملاتړ پیدا کول دي. هغه زیاته کړه: "د ولسمشر بایډن لپاره اصلي ستونزه دا ده چې ډیر هیوادونه، په ځانګړې توګه جنوبي افریقا، برازیل، او هند د اوکراین په جګړه کې د متحده ایالاتو د دریځ ملاتړ نه کوي."

کیماج وايي، ددغو ننګونو سره سره په اوکراین کې د ولسمشر زیلینسکي په مشرۍ د روسیې د ځواکونو پر ضد په جګړې کې لاسته راوړنې هغه څه دي چې په ټوله نړۍ کې د ډیموکراسۍ لپاره ډیرې مهمې دي.

په غونډه کې د هند، اسرائیلو او پولنډ په څېر د ځینو هغو هیوادونو استازي هم شامل دي چې پدې وروستیو کې پرې د غیرډیموکراټیکو پالیسیو د عملي کولو له امله نیوکې شویدي.