شاته

اېمنسټي انټرنېشنل: طالبانو په ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې له عدالت پرته ګڼې وژنې او ډېرې نورې سرغړونې کړي

واشنګټن – د بخښنې نړیوالې ادارې یا اېمنسټي انټرنېشنل د مارچ په ۲۸ نېټه خپل د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو راپور خپور کړ چې پکې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ګڼو بشري حقونو څخه د تیریو پېښې راټولې شوي.

طالبان له عدالت پرته وژنې کوي:

په راپور کې راغلي، د طالبانو تر ولکې لاندې پخواني حکومت سره تړلو خلکو، د وسلوالو ډلو غړو لکه د ملي مقاومت جبهه، داعش او د هغو خلکو له عدالت پرته وژنو دوام موندلی چې د طالبانو له حکمونو څخه یې سرغړونه کوله.

په دغه راپور کې د یوناما لخوا هغه راټولې شوې شمېرې راخېستل شوي، چې طالبانو واک باندې د خپلې قبضې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ راهیسې تر ۲۰۲۲ کال جون میاشت پورې ۲۳۷ دغه ډول له عدالت پرته وژنې کړي.

دغه ډول په راپور کې ویل شوي چې ملګروملتونو په ډیسمبر کې له عدالت پرته د لږ تر لږه ۶۹ نورو وژنو خبر ورکړی چې اکثره یې د ملي مقاومت جبهې پورې تړلي وو په کوم کې چې ۴۸ وژنې یواځې په پنجشیر ولایت کې د سپټمبر د ۱۲ مې او ۱۴ مې نېټې ترمنځ شوي.

په راپور کې راغلي، چې د ناقانونه اعدامونو او نورو بشري حقونو سرغړونو په اړه مناسبې او رڼې پلټنې نه ترسره کېږي.‌ خو راپور لیکي، چې طالب چارواکو د دغه ډول سرغړونو له پېښېدو څخه انکار وکړ او په دغه برخه کې یې د بخښنې نړیوالې ادارې په ګډون د غیر حکومتي ادارو موندنې رد کړې.

راپور زیاتوي، طالبانو همدارنګه د قتل، غلا، "نامشروع" اړیکو یا له ټولنیزو نورمونو څخه د سرغړونو د جرمونو په بدله کې د خلکو ترمخه د اعدامونو او په درو باندې د وهلو لړۍ پیل کړې ده.‌

راپور وایي، یواځې د نومبر د ۱۸ نېټې څخه تر ډیسمبر ۱۶ مې پورې تر ۱۰۰ زیات کسان په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو په مخکې په درو وهل شوي دي.

طالبانو د بیان او لاریون کولو ازادي له خلکو اخېستې:

په راپور کې راغلي، طالبانو په خلکو باندې د بیان د ازادۍ او لاریونونو حق محدود کړی ځکه طالبانو له ګواښ څخه ډک چاپیریال رامنځ ته کړی.

راپور لیکي، خبریالان پر طالبانو د نیوکو راپورونو ورکولو په ځواب کې له خپلسرو نیونو،‌ غیر قانوني بند او شکنجو په ګډون له یو زیات شمېر محدودیتونو او خنډونو سره مخ شوي، چې له امله یې یو زیات شمېر ځان سانسورۍ ته اړ شوي.

راپور زیاتوي، خبریالان وډبول شول او په زندانونو کې له ډول ډول شکنجو سره مخ شول. زیات خبریالان له هېواد څخه وتښتېدل. د ټي وي ښځینه خبریالانې دې ته مجبوره کړای شوې چې خپل مخونه تقریبا په بشپړه توګه پټ کړي.

دغه ډول په راپور کې راغلي، چې طالبانو هغه کسان چې په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا په فېسبوک کې یې پر طالبانو نیوکې کولې، ونیول او په نا قانونه توګه یې بندیان کړل.‌

طالبانو هغه فضا چې د سوله ایزو لاریونونو او غونډېدو لپاره په افغانستان کې وه هغه له منځه وړې.

راپور وايي، د طالبانو پولیسو د لاریون کونکو پر وړاندې له حده زیات او غیر ضروري زور څخه کار واخېست او سولیز لاریون کونکي له خپلسرو نیونو،‌ بندي کولو، شکنجې او اجباري تري تم کېدو سره مخ شول.‌ دغه ډول بندي شوي لاریون کونکي له جسماني او روحي شکنجې سره مخ شوي.

طالبانو له ښځو او نجونو بنیادي حقونه اخیستي:

د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې راغلي، چې طالبانو د ښځو چارو وزارت وتاړه او پر ځای یې امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت جوړ کړ چې دوی بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې یو شمېر ناوړه او محدود کونکي فرمانونه او حکمونه ورکړل.

خو هغو ښځو چې ددغو محدودیتونو پر وړاندې احتجاج او لاریون وکړ په ناقانونه توګه بندیانې شوې او له تاوتریخوالي سره مخ شوې.

دغه ډول جونې له منځنیو زده کړو بې برخې پاتې شوي او له ډیسمبر راهیسې له لوړو زده کړو یا پوهنتونونو څخه هم بې برخې شوي.

همدارنګه طالبانو په ډیسمبر کې ښځې او نجونې په غیر حکومتي‌ ادارو کې هم له کار کولو څخه منع کړې.

له دې سره د ښځو په ژوند او معیشت باندې ډېر ناوړه اغیز پریوته په تېره بیا پر هغو کورنیو باندې چې ښځې یې یوازینۍ نفقه ګټونکې وې. دا په داسې حال کې چې په هېواد کې غذايي نا امني مخ پر زیاتېدو ده.‌

دغه ډول د اېمنسټي انټرنېشنل په راپور کې ویل شوي، هغه ټولې ادارې چې د پخواني‌ حکومت لخوا د جنسیتي تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزې لپاره جوړې شوې وې د طالبانو لخوا تړل شوي دي.‌

ډېر شمېر افغانان د طالبانو د ځورولو له وېرې له هېواده تښتي چې یو شمېر دغه کسان نورو هېوادونو ته په لاره د نورو هېوادونو د امنیتي ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي، د پناه غوښتنې حق ورته نه دی ورکړل شوی، له پولو څخه بېرته ګرځول شوي او یا بیا په نورو هېوادونو کې چې دوی پکې پناه غوښتله له تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مخ شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00