شاته

په بلجیم کې اته کسان د تروریستي برید د طرحې په تور نیول شوي 

په بلجیم کې څارنوالۍ وايي چې پولیسو د یو لړ پلټنو په لړ کې د «تروریستي برید» د طرحې او پلان په تور اته کسان نیولي دي.

دغه کسان تېره ورځ مارچ ۲۶ (حمل پنځمه) د بلجیم مرکز بروکسل اړوندو سیمو «انتویرپ» په سرحدي ښار او د «یوپن» په سرحدي ښارګوټي کې په یو شمېر کورونو باندې د چاپو په مهال کې نیول شوي‌ دي.

د بلجیم په قضايي قویې کې یوې سرچېنې فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې نیول شوي کسان «ډېر ځوان افراطیان دي» چې له یو جهادي غورځنګ سره روابط لري.

د څارنوالۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې په بروکسل کې د فدرال پولیسو او د «انتویرپ» په ښارګوټي کې یو پلټونکي قاضي په پلټنې کې د دغو کورونو پتې معلومې شوې دي.

اعلامیه وايي چې «د دواړو قضیو ترمنځ تړاو شته، خو نورې پلټنې به وښيي چې دا دوې تحقیقاتي ډلې څنګه له یو بل سره تړلې» دي.

د «انتویرپ» د پلټنو په پایله کې پنځه تنه نیول شوي دي چې یو کس د جرمني سرحد ته نژدې نیول شوی او د بروکسل د پلټنو په پایله کې درې کسان نیول شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي دي‌ په نیول شویو کسانو کې یې په پنځو کسانو شک دی چې «په بلجیم کې یې تروریستي برید د ترسره کولو» پلان لره. تر دې دمه دا مشکوک کسان په دې اړه په رسمي‌ ډول تورن شوي‌ نه دي.

سرچېنې وايي‌ چې نیول شویو تورنو کسانو د یو برید پلان لره، خو اعلامیه وايي چې د دوی د برید هدف یا اهداف لا مشخص شوي نه دي.

څو میاشتې مخکې په بلجیم کې یو کس په ترهګریز برید تورن شو، ده په چاقو باندې یو پولیس وژلی و. همدغه راز د ۲۰۱۶ د مارچ په میاشت کې نهه کسان د ځانمرګي برید په تور نیول شول، په دغه برید کې شاوخوا ۳۲ تنه ووژل شول او د نیول شویو کسان محکمه روانه ده.