شاته

بریتانیا کې بشري ډلو له هوټلونو څخه د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو انتقاد کړی

بربتانیا د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۸) اعلان وکړ چې شاوخوا ۸۰۰۰ افغان کډوال له هوټلونو څخه چې د لنډې مودې لپاره په کې اوسیږي وباسي او دایمي کورونو ته یې ستنوي، خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې دا کار کیدای شي ددغو کډوالو د "بدبختۍ او اندیښنو" لامل شي.

بریتانیا په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته شاوخوا ۲۴۵۰۰ افغانانو ته د بیا مېشت کولو او بیا ځای پر ځای کولو د پلان له مخې هرکلی ویلی دی.

ددغو کډوالو شاوخوا ۸۰۰۰ یې چې نیمايي یې ماشومان دي، په موقت ډول په هوټلونو کې اوسیږي.

د پخوانیو پوځیانو د چارو وزیر جاني میرسر د سه شنبې په ورځ د پارلمان غړو ته وویل چې دا یو "نه پایښت لرونکی وضعیت" دی چې "بدلون" ته اړتیا لري.

هغه وویل، "هوټلونه هیڅکله دایمي حل لپاره نه و او نه هم ددې کار لپاره جوړ شوي... دا زموږ وظیفه ده چې دا عمل پای ته ورسوو."

ښاغلي میرسر، زیاته کړه چې حکومت غواړي "خپله هڅه ګړندۍ کړي" چې د افغانانو په بیا میشت کولو او "مستقلو ځایونو" ته په لیږدولو کې مرسته وکړي.

هغه همداشان وویل، هغه کسان چې لاهم په هوټلونو کې دي د اپریل په میاشت کې به لیکونه ترلاسه کړي چې لږترلږه درې میاشتې وخت لري چې د استوګنې لپاره ځای ومومي.

حکومت د هغوی اضافي ملاتړ کوي او مشوره ورکوي چې څنګه په خصوصي سکتور کې کورونه کرایه کړي او دندې ومومي.

خو ښاغلي میرسر وویل هغه کډوال چې په مخالفت سره د استوګنې وړاندیز ردوي په راتلونکی کې به نور وړاندیزونه ترلاسه نکړي.

د کډوالو شورا ویلي چې د حکومت د دې پلانونو په اړه "ژوره اندیښنه" لري.

ددې خیریه موسسې اجرائیوي رئیس اینور سلیمان وویل ځانګړې اندیښنه شته چې دا کار به "د دې لامل شي هغه خلک چې له طالبانو څخه په افغانستان کې تښتیدلي بې کوره شي".

هغه زیاته کړه، "د شوراګانو څخه تمه کول چې په ناڅاپه په افغان کورنیو باندې د فشار په راوستلو سره دوی له هوټلونو څخه وباسي، د هغو کسانو لپاره به چې دمخه یې زیان او کړاو تجربه کړی د لوی بدبختۍ او اضطراب لامل شي."

د بریتانیا د صدارت ماڼۍ ټینګار کړی چې هیڅ کډوال به په زوره کوڅې ته ونه باسي.

د بریتانیا د صدرات یو ویاند وویل: "دا د دې لپاره دي چې موږ څنګه د هغو افغانانو ملاتړ ګړندی کړو چې د شاوخوا یو کال څخه د زیات وخت لپاره په هوټلونو کې پاتې کیدو ته اړ شوي دي."

هغه زیاتوي چې، "موږ له دوی سره لویه ژمنه کړې چې په بریتانیا کې به د دوی ملاتړ وکړو چې دلته نوی ژوند خپل کړي، او دا به د دې کار بله مرحله وي."