شاته

په پرتګال کې 'یو افغان' په یو اسلامي‌ مرکز کې دوې ښځې وژلې 

په پرتګال کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په مرکز لیزبن کې په یو اسلامي مرکز کې یو کس د چاقو په ګوازونو دوې ښځې وژلې.

د پرتګال صدر اعظم انتونیو کوستا ویلي دي چې لا وختي‌ ده د دغه «جنايي عمل په اړه» کوم څه وویل شي. هغه خبریالانو ته وویل: «هر څه د دې ښکارندوی دي چې دا یوه انفرادي پېښه ده.» پولیسو بریدګر په ډزو وېشتلی، ژوبل کړی او نیولی دی.

برید د «اسماعیليه» په مرکز کې شوی چې اوس یې په مخکې پولیس ولاړ دي. د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي‌ دي چې د سهار په ۱۱ بجو هغوی ته زنګ ووهل شو چې یو سړی چې «اوږد چاقو یې په لاس کې دی» دغه اسلامي مرکز ته داخل شوی دی.

بریدګر روغتون ته انتقال شوی او د پولیسو په توقیف کې دی. پولیسو د بریدګر د هویت په اړه لا څه نه دي‌،‌ خو په لیزبن کې د اسماعیلیه ټولنې مشر نظیم احمد د «اس آی سي» خصوصي تلویزون ته ویلي دي: «موږ پوهېږو چې هغه یو افغان کډوال و او په کوم دلیل باندې یې په مرکز برید کړی دی.» نوموړي ویلي دي‌ په برید کې وژل شوې ښځې د دغه مرکز کارکوونکې وې.

پولیس وایي چې بریدګر ته یې وویل برید ونکړي خو «هغه دې لارښوونې ته پام ونکړ او چاقو په لاس د پولیسو په لوري حرکت وکړ» او پولیسو هم چې له جدي‌ خطر سره مخامخ وو «پرې ډزې وکړې».

پولیس وايي په پېښې کې ځینې نور کسان ژوبل شوي هم دي. خو د «اسماعیلیه ټولنې» مشر رحیم فیروز علي ویلي دي چې په برید کې دوې ښځې وژل شوي او یو بل کس ژوبل دی.

نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د برید په مهال په اسلامي مرکز کې ښوونځي او نور عادي کارونه روان وو.

فرانس پرس اژانس وايي‌ چې د مرکز په ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې «اسماعیلیه» د شیعه ګانو یوه څانګه ده. په ویبسایټ کې یې دا خبره هم شوې ده د نړۍ په ۲۵ هېوادونو کې ۱۵ میلیونه اسماعیلیان ژوند کوي.

د دغې ډلې روحاني مشر شهزاده کریم اغان خان په ۱۹۸۸ کال کې په لیسبن کې دا مرکز پرانیست. پرتګال شاوخوا ۱۰ میلیون نفوس لري او لږ تر لږه ۷۰۰۰ اسماعیلیان هم په کې اوسېږي. د دوی اکثریت یې په موزمبیق څخه د کورنۍ جګړې په مهال پرتګال ته تښتېدلي دي.