شاته

شهباز شریف په عدليه پوښتنې راولاړې کړي، د بشري حقونو کمېشن په سیاسي بحران اندېښنه څرګنده کړې

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ملک د عدالتي نظام په اړوند څرګندونې کړي، چې "په عدليه کې دننه غږونه پورته کېدل د اميد وړانګې دي او که اوس هم پارلیمان قانون سازي ونه کړه نو راتلونکي نسلونه به یې ونه بخښي". بل لور ته په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په ملک کې په "سياسي بحران اندېښنه" څرګنده کړې ده.

شهباز شریف نن د پارليمان ګډې غونډې ته په تفصيلي وينا کې د پاکستان د سترې محکمې [سپريم کورټ] د دوه ججانو د اختلافي فېصلې په اړوند وويل، که "د پرونۍ فېصلې وروسته مو قانون سازي ونه کړه تاريخ به مو معاف نه کړي".

پرون د پاکستان د سپريم کورټ دوه ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل په ملک کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې په فېصله کې اختلافي نوټ ليکلی او ويلي یې دي چې "د چيف جسټس د پراخه واک له امله په عدالت نيوکې کیږي، پکار ده چې د چیف جسټس پراخه واک ته کتنه وشي".

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بندیال په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې په 90 ورځو کې د انتخاباتو کولو په اړوند از خود نوټس اخستی وو. پاکستان تحريک انصاف ګوند په ملک کې د انتخاباتو غوښتنه کوي.

پاکستان کې وخت په وخت په عدالتونو نيوکې کیږي چې اکثره په فېصلو کې طرفداري کوي، او په وروستيو کې د مسلم ليګ ن ګوند لخوا په پخواني چيف جسټس ثاقب نثار کلکې نيوکې شوي دي.

پاکستاني مطبوعاتو وخت په وخت داسې خبرونه خپروي چې ثاقب نثار په ځان لګېدلي تورونه ردوي.

وزیراعظم شهباز وویل، چې "د تلې برابر تول به د ځنګل قانون بدل کړي، نن په لارو کوڅو کې ماشومان د ججانو نومونه اخلي دا تاثر به ختمول وي د هغې وروسته به بيا د انصاف خبره کيږي".

نوموړي د عمران خان د نوم اخستو پرته ويلي، چې "نن د عدالتي واک سره لوبې کيږي يو نازولی عدالتونو ته نه وړاندې کیږي د شپې ورته ضمانتونه مېلاویږي په ايين پورې خندا روانه ده".

هغه ويلي، چې "ملک دې بندې کوڅې ته د تلو څخه بچ کړی شي، مقننه [پارلیمان] او عدليې ته خپل اييني او قانوني واک په کارول وي".

شهباز شریف د تحریک انصاف ګوند په مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان سختې نيوکې کړي او وې یې ويل "د قوم نه دې بخښنه وغواړي د هغې وروسته به ورسره خبره کيږي".

هغه زیاته کړه، "څو پورې چې عمران خان د قام په وړاندې منلې نه وي چې د هغه له امله قام ته، ايين ته، جمهور او عدليې ته تاوان اوښتی معافي به غواړي بيا به مونږ ټول کښېنو او مشوره به کوو".

عمران خان يا د تحریک انصاف ګوند بل کوم مشر د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونو ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی خو تحریک انصاف ګوند تل د پي ډي اېم په ايتلافي حکومت نيوکې کوي او په ملک کې د انتخاباتو د نېټې غوښتنه کوي.

نن په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ويلي، په ملک کې په موجوده سياسي بحران او اييني تعطل د بحث دپاره یې غونډه شوې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې "دې بحران په سياسي مېدان کې د ګډوډي ماحول جوړ کړی دی".

اېچ ار سي پي هم د تحريک انصاف د نوم اخستو پرته په دغه ګوند نيوکې کړي چې "يو ګوند د سياسي ګټو دپاره اسمبليانې ماتې کړې خو بیا یې د ټاکنو د کمېشن په پرېکړه هم اندېښنه څرګنده کړې چې د اکتوبر پورې یې انتخابات ځنډولي دي".

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې اسمبلیانې ماتې کړي دي.

د بشري حقونو کمېشن ويلي، کمېشن "په دې اندېښنو خبر دی چې داسې ډول فېصلې په راتلونکې کې د جمهوري عمل د پټرۍ نه غورځولو دپاره کارېدی شي".

اېچ ار سي پي خفګان څرګند کړی چې "عدليې د واک په درېو ادارو کې وېشلود اييني اصولو احترام نه دی کړی".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00