شاته

امریکا، سعودي او ملګرو ملتونو په کابل کې شوی ځانمرګی برید غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي، ملګرو ملتونو او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هیوادونو د کابل په ښار کې ځانمرګی برید غندلی د ی.

دغه ځانمرګی برید چې پرون دوشنبه مارچ ۲۷ (وري اوومه) ماسپښین ۱:۲۰ وشو د طالب چارواکو په وینا شپږ ملکي وګړي پکې وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) دغه برید غندلی او د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې. یوناما ویلي دي: "د عادي ژوند پر مهال د عامو افغانانو په نښه کول دمنلو وړ ندي. یوناما قربانیانو او د هغوی کورنیو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوي."

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانکړي استازي توماس ویسټ هم د خپل ټویټر په پاڼه دا برید غندلی او ددې پیښې د قربانیانو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي وسیټ زیاته کړې: "له کابل څخه د یوه وحشتناک انتحاري برید راپورونه ورکړل شوي دي، افغانانو په کافي اندازه ستونزې ګاللي دي، تروریزم په هر دلیل او هر ځای کې د منلو نه دی."

پر همدې مهال په کابل کې د سعودي عربستان سفارت هم دا برید غندلی او په اړه یې ژوره خواشیني ښودلې ده.

د سعودي عربستان سفارت پدې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي: "سفارت د قربانیانو کورنۍ او د افغانستان ورور ولس ته، د سعودي عربستان د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام وړاندې کوي او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا ارزو لري."

دا برید د کابل ښار په یوه ډیره خوندي سیمه کې شوی دی، چې په کې د بهرنیو چارو وزارت سربیره نوري دولتي ادارې او دوه لوی سوداګریز مرکزونه هم شته.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ تیره ورځ وویل چې طالب سرتیرو د ملک اصغر په څلور لارې کې یوه ځانمرګی بریدګر هدف له رسېدو مخکې له منځه وړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په بریدګر پوري د تړل شوو چاودېدونکو توکو چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم پرونی برید غندلی او هغه یې د دیني اصولو خلاف بللی دی.

د نوموړي له دفتره خپاره شوي بیان کې راغلي: "نننی برید د اسلام دمبارک دین او انساني اصولو خلاف عمل دی چې په هېڅ وجه نشي توجیه کېدلی."

هغه ویلي چې داعش ډله په افغانستان کې د طالبانو امنیتي سرتیرو لخوا ځپل شوې او په خبره اوس ملکي وګړي په نښه کوي. د راپورنو له مخې د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم په یاده سیمه کې د یو ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي و او ۴۰ نور ټپیان شوي و.

کابل ځانمرګي برید ته غبرګونونه؛ یوناما: افغانستان کې د ناامنیو پراخیدل د اندیښنې وړدي

هغه مهال د یادې چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.