شاته

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د مطیع الله ویسا د نیول کېدو علت دې روښانه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د "قلم لار" ټولنې د بنسټ ایښودونکي او ښوونې او روزنې د مدافع مطیع الله ویسا د نیول کېدو او ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.

د راپورنو له مخې د طالبانو امنیتي ځواکونو پرون دوشنبه مارچ ۲۷ (کب۷) مطیع الله ویسا، چې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، د کابل په ښار کې نیولی دی.

یوناما د سې شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) همدارنګه ویلي چې طالب چارواکي باید پدې اړه هم ډاډ ورکړي چې مطیع الله ویسا قانوني وکالت ته لاس رسی لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ پدې اړه پر خپل ټویټر پانه لیکلي: "..یوناما په واکمنو چارواکو غږ کوي چې د هغه ځای او د نیول کیدو لاملونه روښانه کړي او همدارنګه ډاډ ورکړي چې قانوني وکالت ته لاسرسی لري او له خپلې کورنۍ سره په تماس کې دی."

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم په کابل کې د طالبانو امنیتي ځواکونو لخوا د مطیع الله ویسا د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي بنیت د مطیع الله ویسا پر خوندیتوب باندې ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې د نوموړي ټول قانوني حقوقوق باید خوندي شي.

نوموړي پدې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "مشهور مدافع په ځانګړي ډول د نجونو لپاره، د مدني ټولنې مخکښ غړی او پاني پت بنسټ ایښودنکی مطیع الله ویسا په کابل کې د طالبانو لخوا نیول شوی دی. د هغه امنیت خورا مهم دی او ټول قانوني حقوق یې باید خوندي شي. مطیع الله ویسا خوشي کړئ."

پر همدې مهال د مطیع الله ویسا مشر ورور عطاء الله ویسا وايي چې د طالبانو اړوند کسانو نن سې شنبه دهغوی پر کور هجوم ورکړی او د هغوی سپکاوی یې کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه یوه ویډيو پیغام کې ویلي چې د طالبانو اړوند کسانو یې دوه نور وروڼه یې نیولي او مطیع الله ویسا ټلیفونونه یې له ځان سره وړي دي.

د ښاغلي ویسا مشر ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته تائید کړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې ورور د جومات څخه د وسلې په زور پرته له کوم دلیله نیولی او نامعلوم ځای ته یې د ځان سره وړی دی. عطاءلله ویسا زیاته کړه چې طالبانو یې ورور د کابل پنځمې حوزې خوشحال مېنې د (ویس قرني) جومات څخه نیولی او وړی دی.

ویسا همدارنګه وویل چې د خپل ورور په هکله د معلوماتو لپاره یې د طالبانو سره اړیکې نیولي خو تر اوسه هیڅ کوم چارواکي ندي ویلي چې مطیع الله ویسا چیرته دی.

دې دواړو وروڼو عطالله ویسا او مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې د قلم لار په نامه ټولنه په افغانستان کې جوړه کړه چې د فعالیت ډیر تمرکز یې د پوهنې په برخې کې دی.

هغوي آن د تیر جمهوري نظام په دورې کې هم په هغو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره فعالیت کاوه چې ښوونځي پکې د بیلا بیلو دلایلو له کبله تړل شوي و.

پخپله طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا د نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې طالب چارواکو یو شمیر کسان نیولي او بندیان کړي چې د تعلیم تر څنګ یې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوله. دې ډلې همدرانګه خبریالان، د بیان آزادۍ فعالین او یو شمیر نجونې هم نیولې وې سړکونو ته راوتلې وې او د تعلیم او کار کولو لپاره یې د خپلو حقونو غوښتنه کوله.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي په ډسمبر میاشت کې تر امرثاني پوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوی.تر هغه څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزات په غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار کولو باندې هم بندیز ولګوی.