شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کارونه په ورکېدو دي

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کسب او کارونه د وضعه شویو محدودیتونو له امله د ورکېدو په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره چې په هرات ولایت کې د مېرمنو له یوه مرکز څخه راپور جوړ کړی ویلي د ښځو دغه پرمختللی سوداګریز مرکز چې مخکې پکې ښځو ته د انګلیسي، کمپیوټر او نورې تخنیکي زده کړې ورکول کېدې اوس له ښځو څخه خالي ښکاري.

د سحر په نوم د دوو ماشومانو لرونکې یوه افغانه مېرمن چې په دغه مرکز کې د کالیو پلورلو دوکان لري، د هغه ۳۵ سوداګرو ښځو له جملې څخه ده چې په دغې مرکې کې یې ویلي چې له ګټې پرته کرایه ورکوي.

هغې ویلي: "دلته رښتیا هم د مراجعینو زیاته ګڼه ګونه وه، (خو) په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، دوهم منزل بند شوی دی او خپل زیات مشتریان مو له لاسه ورکړي دي. اوس مهال زموږ عاید زیات کم شوی دی حتا ویلی شم چې ۵۰ سلنه ګټه مو کمه شوې ده."

سحر ویلي مخکې به له دغه سوداګریز مرکز څخه زیاتو ښځینه محصلینو او زده کوونکو لیدنه کول، خو په خبره یې اوس مهال چې د ښځو او نجونو پوهنتونونه او ښوونځي بند شوي، څوک نه دي ورغلي.

د مطهرې په نوم یوه بله پلورونکې چې په دغه مرکز د خیاطۍ سامانونه پلوري ویلي چې د دغه مرکز د تعلیمي برخې بندېدو د دوی پر کار وبار منفي اغېز کړی دی.

هغې ویلي: "کله چې په دوهمه طبقه کې فعالیت بند شو، موږ خپل زیات مشتریان له لاسه ورکړل. زموږ د کسب او کار فایده ۳۰ سلنه کمه شوې ده. دا زموږ لپاره یوه لویه ضربه وه او موږ زیات وژړل. موږ اندېښنه لرو چې زموږ کسب او کار هم کېدایشي بند شي."

دغه مرکز د ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې د یوې امتحاني پروژې په توګه د خلکو په غوښتنه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او واسا موسسې لخوا پرانیستل شو. د دغه مرکز د رامنځته کېدو هدف ښځو ته د کار زمینه برابرول وو.

خو د ملګرو ملتونو په وینا، د دغه مرکز تر پرانیستلو کېدو وروسته د طالبانو حکومت په تدریجي دول پر ښځو او نجونو محدودیتونه وضعه کړل چې د مرکز د ټولګیو او هغه فعالیتونو د ځنډېدو لامل شول چې چارې یې ښځو مخې ته وړلې.

طالبانو پر افغانستان تر بیا حاکمیت وروسته په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نجونو او ښځو زده کړې تر امرثاني پورې بندې کړي او همدارنګه یې له محرم پرته د ښځو پر اوږد سفر، غیر دولتي موسسو کې پر کار، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو، حمامونو او پارکونو ته پر تګ بندیز اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کار نړیوال سازمان ویلي وو چې پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بیا حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو مصروفیت ۷۰ سلنه کم شوی دی.