شاته

بیلاروس: د لویدیځ فشار مجبور کړو د روسیې اتومي وسلو ته ځای ورکړو

بیلاروس وايي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا، ناټو او اروپایي اتحادیې سیاسي او اقتصادي فشارونو مجبور کړ پرېکړه وکړي چې په خپله خاوره کې د روسیې اتومي وسلو ته ځای ورکړي.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې وویل: "د دې وضعیت او د دوی له لوري زموږ ملي امنیت ته د پېښو جدي اندېښنو او خطرونو په پام کې نیولو سره، بیلاروس مجبور شوی چې د خپلو امنیتي او دفاعي وړتیاو په پیاوړي کولو سره ځواب ورکړي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ وویل چې د بیلاروس په خاوره کې د اتومي وسلو د ځای پر ځای کولو نیت لري. هغه وویل:" د اپرېل په درېیمه عمله روزو او د جولاۍ په اوله د بیلاروس په خاوره کې د اتومي وسلو د یوې ډیپو د جوړولو چارې بشپړوو."

ناټو د پوتین دا پرېکړه خطرناکه او نا مسئولانه بللې ده. په عین وخت کې، اوکرایني پوځیان له څو میاشتو راهیسې د هر ډول کېدونکي برید د څارلو په موخه د بیلاروس سره پخپل سرحد کې له بې پیلوټو الوتکو څخه کار اخلي.

د روسیې ولسمشر دا اعلان ظاهرا د بریتانیا د هغه اقدام په غبرګون کې کړی چې اوکراین ته یې د داسې مرمیو د ورکولو ژمنه کړې چې کمزوري شوي یورانیم پکې کارول شوي دي.

د روسیې د پوځ د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو مشر ایګور کیريلوف ددغه اقدام د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د بریتانیا د دفاع وزارت د خپلې پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې ددې وسلو له امله د تشعشاتو خطر لږ دی.

'د اوکراین چاپیریال ته ګواښ'

د اوکراین د چاپیریال او طبیعي سرچینو د ساتنې وزیر، روسلان سټرایلیټس امریکا غږ ته ویلي چې د روسیې یرغل د اوکراین چاپیریال له پخوا سخت زیانمن کړی دی. هغه زیاته کړې: "موږ په اوکراین کې د روسیې خلاف د چاپیریالي جرمونو څه باندې ۲۳۰۰ قضیې لرو. ټول زیان څه باندې ۵۱ میلیاردو ډالرو ته رسېږي."

ددغه وزارت چارواکي وایي چې دوی به له روسیې د زیانونو د جبرانولو غوښتنه وکړي. وايي، زیات زیان یې هوا ته رسېدلی او د اوکراین د ټولو ځنګلونو یوه په درېیمه زیاته برخه سوځېدلې ده.

څو ورځې مخکې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي خپلو خلکو ته وویل چې د روسیې د جګړې له مجرمینو سره به حساب کتاب وشي.

زیلینسکي نن سه شنبه مارچ ۲۸ (وري اتمه) د دموکراسۍ په اړه په یوې انلاین غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره یو ځای برخه لري.