شاته

په امریکا کې دننه د ستر تروریستي برید ترسره کول 'تقریباَ نا ممکن' دي 

د امریکا د کورني امنیت یو جګپوړی چارواکی ویلي چې، بهرنۍ ترهګرې ډلې د هغې جملې څخه د اسلامي دولت ډلې (داعش) او القاعده پورې تړلې ډلې ښايي د امریکا په خاوره کې پراخو بریدونو ته لیوالتیا ولري، خو د ترهګرۍ ضد د څو لسیزو هڅو د دغه ډول عملیاتو ترسره کول د "ناممکن" کچې ته نږدې کړي دي.

د امریکا د کورني امنیت د وزارت د تروریزم سره د مبارزې همغږي کوونکي نیکولاس راسموسن د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د یادولو په ترڅ کې چې د القاعدې اورپکو د څلورو الوتکو په کارولو سره په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل، وویل چې د متحده ایالاتو په خاوره کې د دې ډول بریدونو د ترسره کیدو احتمال اوسمهال "تقریبا د تصور وړ" ندی.

راسموسن وویل، متحده ایالتونو د القاعدې او داعش وړتیاوې دومره ځپلې دي چې نه شي کولای په امریکا کې دننه پراخ بریدونه وکړي.

راسموسن چې د جورج واشنګټن په پوهنتون کې یې وینا کوله، همداشان وویل چې د القاعده او داعش په څیر د ترهګرو ډلو د وړتیاوو کمیدل په لوی لګښت رامنځته شوي دي.

د ښاغلي راسموسن دا څرګندونې څو اونۍ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا جګپوړو پوځي او استخباراتي چارواکو د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د امریکا پر اهدافو او یا د هغه پر لوېدیځو متحدینو د حملې پلان لري.

د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان مایکل کوریلا د مارچ په لومړیو کې د امریکا کانګرس ته وویل چې د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې شتون لري، تر شپږو میاشتو پورې ښایي وکړای شي له افغفانستان څخه بهر د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو پر ګټو برید وکړي.

د امریکا د پوځي استخباراتو مشر جنرال سکاټ بریر هم د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د امریکا د کانګرس غړو ته د داعش د خراسان څانګې د وړتیا په اړه ویلي وو چې دا ډله په لویدیځ د حملې لپاره وخت ته انتظار باسي.

پوځي او استخباراتي چارواکي اوس د راسموسن له دې خبرې سره موافق دي چې د امریکا په خاوره کې د افراطيانو د برید احتمال لږ دی او د داعش-خراسان په څېر ډلې ښايي په جنوبي اسیا یا اروپا کې د امریکا او لویدیځو هېوادونو ګټې په نښه کړي.

خو بیا هم راسموسن دا انديښنه لري چې که متحده ایالات او شریکان يې په تروريستي ډلو د فشار د ساتلو وړتیا ونه لري، ښايي د داعش خراسان څانګې په شان ډلې سر اوچت کړي.

راسموسن ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو ځپل چې امریکا پرې ډیرې پیسې لګولې دي، دایمي نه شي کیدای.

د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر وکیلانو اندېښنه ښودلې چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته امریکا د افغانستان دننه استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا تر دې دمه یوازې یو برید دننه په افغانستان کې ترسره کړی، چې په پایله کې یې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري په کابل ښار کې ووژل شو.