شاته

يو‌ان‌اچ‌سي‌ار: افغانستان کې د ښځو تر مديريت لاندې سوداګري د له‌منځه تللو په حال کې ده

په افغانستان کې یو شمېر سوداګرې ښځې وايي، د پېروندونکو د کمېدو له امله هغه عاید چې هره ورځ یې ګټي، بسنه نه‌کوي.

هاجره نظري چې په مزار شریف کې د ښځو لپاره په جوړ شوي ځانګړي سوداګریز مرکز کې هټۍ لري وايي، که یې مالي ملاتړ و نه‌شي، ژر به یې چارې ودرېږي.

خو دلته داسې فعالیت لرو چې نه څوک څه پلوري او نه یې پېري

نوموړې وايي: "موږ په نور مارکېټ کې یوو، وړاندې مو مزارشریف کې یو بل مارکېټ نیولی و، خو دلته داسې فعالیت لرو چې نه څوک څه پلوري او نه یې پېري. ډېر کله پېردونکي نه راځي. موږ له ملګرو ملتونو سازمان هیله لرو چې د دکانونو د کرایې او د برښنا د لګښت په برخه کې له ښځینه هټۍ‌والو سره مرسته وکړي."

په ورته وخت کې د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیاله بهناز سلجوقي وايي، په دې ولایت کې له دې امله چې د ښځینه سوداګرو تولیدات پېردونکي نه‌لري، تر یو لنډ وخت وروسته له سقوط سره مخ کېږي.

اغلې سلجوقي وايي: "ډېرې ښځې له ډېرو هیلو سره سوداګري پیلوي، خو له بده مرغه کله چې پېردونکي و نه‌لري له ستونزو سره مخ کېږي. هغوی بیا ډېر دوام نه‌شي ورکولای او سوداګري یې سقوط کوي."

باميان کې يوه سوداګره مېرمن، ارشيف
باميان کې يوه سوداګره مېرمن، ارشيف

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنري یا "UNHCR "د دوشنبې په ورځ یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کسب و کار د له‌منځه تللو په حال کې دی.

دې ادارې په هرات کې د ښځو یو سوداګریز مرکز ته چې څو میاشتې وړاندې د دې سازمان له‌خوا پرانيستل شو اشاره کړې او زیاتوي، هلته په ښځو د وضع شویو محدودیتونو له امله د ښځو پانګه‌ونه مخ په ځوړ شوې.

په راپور کې د یوې متشبثې مېرمنې له قوله لیکل شوي، په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز او د نجونو د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، دوی ډېر پېردونکي له لاسه ورکړي او تر څنګ یې د دوی عاید پنځوس سلنه کم شوی دی.

د دوی عاید پنځوس سلنه کم شوی دی.

په ورته وخت کې د امریکا د متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل د دوشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو له‌خوا له زده‌کړو او کار د افغان نجونو او ښځو راګرځولو ته په اشارې وویل، د طالبانو وروستۍ کړنې د افغانانو هوساینې ته د بې‌پامۍ نښه ده.

نوموړي ويلي: "د طالبانو وروستۍ کړنې د افغانانو هوساینې ته د بې‌پامۍ او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو لپاره د دوی د لېوالتیا کمی ښيي. موږ هیله‌مند یوو چې دوی د دې پرېکړو له دې ډلې له زد‌‌ه‌کړو او کار د نجونو او ښځو د منع کولو ویجاړونکي پایلې درک کړي."

طالبانو تل ویلي، چې افغان نجونو او ښځو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي، داسې مهال چې له راتګ وروسته یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او درې میاشتې وړاندې یې پوهنتونونو له تلو هم منع کړې.

د دې تر څنګ یې له څو دولتي ادارو پرته په ډېرو برخو کې د ښځو د کار مخه هم نیولې ده.

اړوند مطالب