شاته

د امریکې سپیناوی: خلیلزاد یو عام وګړی دی، د پاکستان په اړه بیانونه یې د بایډن انتظامیې استازیتوب نه کوي

امریکې د پاکستان د وروستي وضعیت په اړه د خپل پخواني ډپلوماټ زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی دی او ویلي یې دي چې ښاغلی خلیلزاد دامریکې یو عام وګړی دی.

زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پخپلو پرله پسې بیانونو کې د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنو ډک بیانونه ورکړي وؤ او ویلي یې وؤ چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی.

زلمي خلیلزاد پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند د نیول کیدو په هڅو هم اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې وؤ چې که عمران خان ونیول شي نو د پاکستان دننه به ورسره سیاسي فضاء نوره هم کړکیچنه شي.

پخواني امریکایي ډپلوماټ پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان دننه د جون د میاشتې په وړومبیو کې د انتخاباتو وړاندیز کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې کوم ګوند ته ولس خپلې رایې ورکړي هغه به بیا پرېکړې کوي چې څه پکار دي.

پاکستان د ښاغلي خلیلزاد په دې څرګندونو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ او د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي وؤ هغه (خلیلزاد) دې خپلې ناغوښتل شوې مشورې د ځان سره سمبال کړي.

د پاکستان ویاندې ویلي وؤ چې پاکستان به د یو هوډمن ملت په توګه د موجوده مشکل صورتحال نه په بریالیتوب سره وځي.

د امریکې د بهرنیو د وزارت ویاند ودنت پټیل تېره ورځ مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په مهال د زلمي خلیلزاد د دې وروستیو بیانونو سپناوی هم وکړو او ويې ویل د خلیلزاد بیانونه د بایډن انتظامیې د نظر استازیتوب نه کوي.

ویاند وویل زلمي خلیلزاد دا مهال یو عام امریکایي وګړی دی او د هغه بیانونه یوازې د هغه شخصي نظر دی.

ودنت ټیل وویل د زلمي خلیلزاد څرګندونې د امریکا د بهرنۍ تګلارې سره هیڅ تړاو نه لري.

د عمران خان په پلوۍ د ښاغلي زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان وتلي خبریال سلیم صافي پخپل یو کالم کې لیکلي دا وخت زلمي خلیلزاد نه خو کومه سرکاري عهده لري او نه یې د پاکستان په څېر هیوادونو سره څه کار شته.

سلیم صافي پخپل کالم کې دعوه کړې ده چې د عمران خان د حکومت ړنګیدو نه وروسته په حیرانوونکي ډول ښاغلي پاکستان ته په پټه سفر کړی ؤ او دلته یې په بني ګاله کې عمران خان سره ځانله په ځانله د دریوؤ ساعتو اوږده لیدنه کړې وه.

سلیم صافي دعوه کړې ده چې خلیلزاد دغه سفر کې د پاکستان د هغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه سره هم لیدلي وؤ او په هغه یې ټینګار کړی ؤ چې عمران خان سره روغه جوړه وکړي.

سلیم صافي پخپل کالم کې لیکلي چې اوس د پشي کردار اداکولو پرځای زلمی خلیلزاد د عمران خان په پلوۍ په ډاګیز ډول میدان ته راغلی دی او "داسې ټویټ یې کړی لکه چې هغه عمران خان نه بلکې علي امین ګنډاپور وي".

د ښاغلي صافي په وینا عمران خان تل ویلي چې حکومت یې امریکې نسکور کړی خو د هغه په ملاتړ کې اوس چین یا روس نه بلکې د امریکایي اسټبلشمنټ کردار مخې ته راغلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00