شاته

پارلیمان ته ویل شوي په پاکستان د پورونو بار 52 زره اربو روپو نه اوښتی دی

د پاکستان د خزانې وزارت پارلیمان ته ویلي چې د پاکستان په ذمه پورې حکومتي قرضونو کې د روان مالي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د څلور زرو اربو روپو نوره اضافه هم شوې ده.

په قرضه کې له دې نوې اضافې وروسته د پاکستان ټول ټال پورونه 52 زره اربو روپو نه اوښتي دي.

په پاکستان د قرضو بار په داسې وخت کې نور سیوا شوی دی چې دا هیواد د یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دی او واکمنان یې وایي د اخستل شوؤ پورونو د سود پیسې هم د نورو پورونو په اخستو خلاصوي.

تېره ورځ د قامي اسمبلۍ د سپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ د پارلیمان غونډې ته د خزانې وزارت پخپل لیکلي ځواب کې ویلي چې د روان مالي کال وړومبیو شپږو میاشتو کې حکومتي قرضې څلور زره اربه او د جون 2020م نه تر دسمبر2022م پورې ملکي قرضې 16 زره اربو روپو نه زیاتې سیوا شوې دي.

د خزانې وزارت ویلي دي په جون2020م کې حکومتي قرضه 36 زره او 399 اربه روپۍ وه چې د جون2021 پورې 39زره او 866 اربو روپو ته سېوا شوه.

د خزانې وزارت له مخې د روان مالي کال د پیل نه ملکي او بهرني پورونه د 49 زرو او 193 اربو روپو نه د ډسمبر 2022م پورې 52 زره اربو روپو نه اووښتي دي.

دغه رپورټ ښیي چې دسمبر2022 پورې د دوه نیمو کالو په مهال 35 هزاره او 116 اربه روپۍ ملکي او 19 زره او 600 اربه روپۍ بهرنۍ قرضې اخستل شوې دي.

د خزانې وزارت دغه شمېرې ښیي چې دا مهال هر پاکستانی وګړی د دوؤ لکو او شپاړس زرو روپو قرضې لاندې ګیر دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان د خپل کلیز بجټ زیاته برخه د وسلو په اخستلو مصرفوي او له دې امله دا هیواد د روغتیا، تعليم او نورو پرمختيایې چارو دپاره بيا ډيره کمه برخه بېلوي.

د اقتصادي چارو کار پوهه پروفیسر منظور احمد وایي پاکستان هغه هیواد دی چې د خراب اقتصاد له امله د عالمي مالیاتي بینک، نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف او وخت په وخت د نورو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه پورونه ترلاسه کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې پاکستان دا مهال د خپل کلیز بجټ یوه لویه برخه د بهر نه د اخستل شوؤ پورونو په سود کې ورکوي او په داسې حال کې د وسلو اخستو مصرفونه په پاکستان دا مالي بارونه نور هم سېوا کوي.

هغه وایي د پاکستان په دفاع چې څومره لګښتونه کیږي هغه د دې هیواد د معیشت د حجم څخه ډیر لوړ دي او د دې لګښتونو په وجه د پاکستان د تعلیم، روغتیا او ټولنیزې څانګې نورې برخې اغېزمنې کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00