شاته

سعودي کې عمرې ته د روانو کسانو بس حادثې سره مخ شوی، 20کسان په کې مړه او 29 نور ژوبل شوي

په سعودي عرب کې عمرې ته د روانو کسانو بس د حادثې سره مخ شوی چې د عرب میډيا له مخې په دې پېښه کې 20کسان مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي دي.

عرب رسنۍ وایي د خمیس مشیط نه د عمره کوونکو کسانو بس مکې ته روان ؤ چې په لاره کې یې بریک فیل شو او د یو پل سره وجنګیدو .

د رسنیو له مخې د پل سره د جنګیدو له امله په دغه بس اور ولګیدو چې په نتیجه کې یې په بس کې ناست 20 عمره کوونکي مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي دي.

عرب رسنۍ وایي حادثې سره مخ شوي بس کې د سیمه ییزو وګړو ترڅنګ بهرنیان هم سواره وؤ خو نه ده واضحه شوې چې دې پېښه کې څومره بهرني وګړي مړه شوي او ژوبل شوي دي‌ او نه یې هم هویت ښودل شوی دی.

خیلج ټایمز ورځپاڼې د مرستندویه فعالینو له خولې ویلي چې په پېښه کې ژوبل شوي کسان سیمه ییز روغتون ته رسول شوي دي.

هر کال د رمضان یا روژې په میاشت کې د نړۍ دبیلابیلو هیوادونو نه په لکونو مسلمانان د عمرې د سعادت ترلاسه کولو لپاره د سعودي عرب مکې او مدینې ښارونو ته ورټولیږي او د نور کله په نسبت دغلته د عبادت کوونکو زیات رش لیدل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00