شاته

طالبانو په کابل کې د نجونو د تعلیم یو فعال مطیع الله ویسا نیولی

د طالبانو امنیتي ځواکونو دوشنبه مارچ ۲۷ (کب۷) د "قلم لار" ټولنې یو باني مطیع الله ویسا چې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، د کابل په ښار کې نیولی دی.

د ښاغلي ویسا مشر ورور عطاالله ویسا امریکا غږ ته تائید کړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونو یې ورور د جومات څخه د وسلې په زور پرته له کوم دلیله نیولی او نامعلوم ځای ته یې د ځان سره وړی دی. عطالله ویسا زیاته کړه چې طالبانو یې ورور د کابل پنځمې حوزې خوشحال مېنې د (ویس کریمي) جومات څخه نیولی او وړی دی.

ښاغلي ویسا زیاته کړه، " زما ورور مطیع الله ویسا د مازدیګر په پنځو بجو جومات ته تللی و. د لمانځه څخه وروسته کله چې هغه بهر ته راووت، د طالبانو دوه موټر راغلل، هغه یې زولانه کړ او د ځانه سره یې یوړ. معلومه نده چې کومې خوا ته یې وړی. مسؤلیت د هغوي (طالبانو) دی".

ویسا همدرانګه وویل چې د خپل ورور په هکله د معلوماتو لپاره یې د طالبانو سره اړیکې نیولي خو تر اوسه هیڅ کوم چارواکي ندي ویلي چې مطیع الله ویسا چیرته دی.

دې دواړو وروڼو عطالله ویسا او مطیع الله ویسا په ۲۰۰۹ کال کې د قلم لار په نامه ټولنه په افغانستان کې جوړه کړه چې د فعالیت ډیر تمرکز یې د پوهنې په برخې کې دی.

هغوي آن د تیر جمهوري نظام په دورې کې هم په هغو سیمو کې د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره فعالیت کاوه چې ښوونځي پکې د بیلا بیلو دلایلو له کبله تړل شوي و.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو ولې مطیع الله ویسا نیولی او د ځانه سره وړی، عطالله ویسا امریکا غږ ته وویل، " په دلیل یې نه پوهیږم. مونږ یوازې د خپل ملت، انساني حقونو او د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره یوه ډله لرو او د ټولو لپاره تعلیم غواړو. ښایي دلیل یې همدا وي چې د افغانستان د راتلونکي نسل پاره تعلیم غواړو".

ویسا زیاته کړه چې تر دې وړاندې هم ورته ګواښونه شوي و او تمه یې درلوده چې یوه ورځ به ورسره داسې عمل کیږي. هغه وایي چې ۹ همکاران یې پخوا هم نیول شوي و خو زیاتوي چې هیڅله به د افغانستان د ولس لپاره د تعلیم د حق غوښتنې څخه لاس وانخلي.

مطیع الله ویسا څو میاشتې وړاندې د بلجیم پایتخت بروکسل ته هم تللی و چې "تعلیم د ټولو لپاره" کنفرانس کې برخه واخلي. دا غونډه د سولې انسټیټیوټ جوړه کړې وه.

ویسا د روان ۲۰۲۳ کال د فبروري په میاشت کې د بلجیم د بهرنیو چارو د وزیر او نورو اروپایي چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو انځورونه په فیس بوک کې خپاره کړل.

د هغه د فیس بوک په پاڼې کې ډیری لیکنې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم د اهمیت په هکله دي.

په تازه مطلب کې چې د نیول کیدو څخه یوه ورځ وړاندې په فیس بوک کې خپور شوی، د څو تنو نجونو ویډیو ده چې د تعملیم د حقونو غوښتنه کوي. د ویډیو لاندې په انګریزي ژبه لیکل شوي چې په ټول افغانستان کې سړي، مېرمنې، مشران او ځوانان د خپلو لوڼو د تعلیم لپاره د اسلامي حق غوښتنه کوي.

پخپله طالبانو تر اوسه د مطیع الله ویسا د نیول کیدو په هکله څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې طالب چارواکو یو شمیر کسان نیولي او بندیان کړي چې د تعلیم تر څنګ یې د بشري حقونو لپاره مبارزه کوله. دې ډلې همدرانګه خبریالان، د بیان آزادۍ فعالین او یو شمیر نجونې هم نیولې وې سړکونو ته راوتلې وې او د تعلیم او کار کولو لپاره یې د خپلو حقونو غوښتنه کوله.

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۲۰۲۲ میلادي په ډسمبر میاشت کې تر امرثاني پوري په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوی.تر هغه څو ورځې وروسته د طالبانو د اقتصاد وزات په غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې د ښځینه کار کوونکو پر کار کولو باندې هم بندیز ولګوی.