امریکا کې یوې نجلۍ په ښوونځي کې ۶ تنه وژلي دي
د متحده ایالاتو د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې چارواکي وایي د مسیحانو په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ ډزې کړي، لږ تر لږه ۶ تنه یې وژلي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و.
پولیسو دوشنبه مارچ ۲۷ (کب۷) ویلي چې مشکوکه برید کوونکې یې ویشتلې او وژلې ده. په لومړي سر کې داسې معلومیده چې هغه ښایي د شلو کالونو څخه کم عمره نجلۍ وي خو چارواکو وروسته معلومه کړه چې ۲۸ کلنه وه او د همدې ښوونځي پخوانۍ زده کوونکې وه.
د ناشویل په ښار کې پولیسو ویلي چې د برید کوونکې سره دوه نیمه اتوماتیک ټوپک او یوه تومانچه وه.
پولیسو ویلي چې ښوونځي ته تر رسیدو وروسته معلومه شوه چې برید کوونکې د ښوونځي په دویم پوړ کې وه او له هماغه ځایه یې په خلکو ډزې کولې. پولیسو وروسته دا نجلۍ د ښوونځي په دهلیز کې وویشتله او ووژله.
پولیسو د برید کوونکي د هویت او دا چې ولې هغې دا برید کړی څه ندي ویلي.
د برید کوونکې په ډزو کې د ښوونځي درې زده کوونکي او درې مامورین وژل شوي او په بل چا ډزې ندي شوي.
د (The Covenant School) په نامه دا ښوونځی چې ډزې پکې شوي، تقریباً ۲ سوه زده کوونکي لري چې تر شپږم ټولګي پورې پکې ماشومان زده کړې کوي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په پیښه خفګان څرګند کړی او یو ځل بیا یې د کانګرس څخه وغوښتل چې د وسلو د کنټرول لپاره دې لا ډیر قوانین منظور کاندي.
ښاغلي بایډن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل دا پیښه، " زړه ماتوونکې او د یوې کورنۍ لپاره تر ټولو ناوړه پیښه ده. مونږ باید د خپلو ښوونځیو د خوندیتوب لپاره ډیر اقدامات وکړو تر څو په زندانونو بدل نشي. زه یو ځل بیا په کانګرس غږ کوم چې په وسلو د بندیز لپاره زما لایحه منظوره کړي".
سره لدې چې په متحده ایالاتو کې داسې پیښې چې د دوو څخه ډیر کسان پکې په وسله وال تشدد کې وژل کیږي، ډیرې شوي خو د معلوماتو څخه داسې څرګندیږي چې ډیری وخت دا بریدونه میرمنې نه بلکې نارینه یې کوي.
د یوې غیر انتفاهي ډلې د معلوماتو پر اساس چې په امریکا کې د وسله وال تشدد د پیښو په هکله معلومات راټولوي د ۱۹۹۶ کال راپدیخوا په امریکا کې د ډله ایز وسله وال تشدد ۱۸۷ پیښې شوي چې یوازې څلور یې میرمنو کړي.
تیر کال هم د ټکساز ایالت په یو لومړني ښوونځي کې په ډزو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول.
په ۲۰۱۸ کال کې بیا د فلوریډا ایالت یو ښوونځې کې ډزې وشوې او ۱۷ تنه پکې وژل شوي و، په ۲۰۱۲ کال کې د کنیټیکټ ایالت د سینډي هوک ابتدائیه ښوونځې کې په ډزو کې ۲۶ تنه وژل شوي و او په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د کلوراډو ایالت د کولمبیا په لیسې کې په ډزو کې ۱۳ تنه وژل شوي و.