شاته

یوې ښځې د امریکا په یو سکول کې ناتاره ډزې کړي او شپږ تنان یې وژلي دي

واشنګټن - د امریکا په ټېنېسي ریاست کې چارواکي وايي چې د ګل/دوشنبې په ورځ سهار یوه وسله واله ښځه په یو عیسایي سکول ننوتله او په ناتاره ډزو کې یې درې ماشومان او درې لویان ووژل.

د ډزو نه سمدستي وروسته، پولیس سکول ته ورسېدل او بریدکوونکې ځوانه ښځه یې ځای په ځای ووژله. چارواکو وروستو وویل چې په پېښه کې شامله ملزمه، اته وېشت (۲۸) کلنه وه.

تر اوسه معلومه نده چې دې ښځې ولې دا کار کړی، او پولیس وایي چې دوی خپل تحقیقات پیل کړي دي.

د ټېنېسي د سرښار، نېشویل د پولیسو د ادارې یو ترجمان ډان آرون وویل چې ملزمې سره لږ تر لږه دوه ټوپکه او یوه تمانچه موجوده وه.

د پولیسو ویاند زیاته کړه چې دوی ته د سهار قریب پاو باندې لس بجو باندې ټلیفونې رابطې وشوې چې په عیسایي سکول کې چا ډزې شورو کړي دي. دا په نېشویل کې یو خصوصي عیسایي سکول دی چې شاوخوا دوه سوه طالب علمان په کې سبق وایي.

آرون وویل چې کله پنځه تنه پولیس اهلکار د پېښې ځای ته ورسېدل، نو د سکول د دویم پوړ نه د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دوه پولیسو ځانونه دویم پوړ ته ورسول او لس نیمې بجې لا نه وې شوې چې د ډزو په پېښه کې ملزمه د پولیس له خوا ووژل شوه.

په پېښه کې درې ماشوم طالب علمان، درې د سکول عملې او یوه پخپله ملزمه وژل شوي، او بل چا ته نقصان ندی رسېدلی. پولیسو په سکول کې موجود طالب علمان یو نږدې چرچ ته ورسول.

که څه هم په امریکا کې د ناتاره ډزو پېښې وخت ناوخت مخې ته راځي، مګر دا ډېر کم لیدلی شوي چې ډزې کوونکی یوه ښځه اوسي.

یو غیردولتي تنظیم چې په امریکا کې د ناتاره ډزو په پېښو نظر ساتي، وایي چې د کال ۱۹۹۶ راهېسي، د ناتاره ډزو یو سل او اوه اتیا (۱۸۷) پېښې مخې ته راغلي چې په هغه کې صرف څلور پېښې داسې وې چې په کې زنانه ډزې کوونکې ذمه وارې وې.

تېر کال د ټېکساس ریاست په یووالډې ښار کې یو ابتدايي سکول کې د ناتاره ډزو په یوه پېښه کې یوویشت (۲۱) کسان وژل شوي و.

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00