د م م پلټونکي: روس په اوکراین کې پراخ جنګي جرمونه کړي
واشنګټن – د ملګروملتونو د یوې پلټونکې ډلې لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې روس په اوکراین کې پراخ جنګي جرمونه کړي
چې په هغو کې قصدي وژنې، شکنجه او د ماشومانو ډیپورټ کول شامل دي.
دغه راپور تر ۵۰۰ زیاتو مرکو، د سټلایټ په انځورونو او له بندي خانو او قبرستانونو څخه د لیدنو پر بنسټ جوړ شوی.
دا په داسې حال کې چې تمه ده په هېګ کې د جرمونو نړیواله محکمه به د هغو روسي چارواکو نیول وغواړي چې په زوره یې له اوکراین څخه ماشومان ویستي او په ملکي ودانیو یې بریدونه کړي.
د اوکراین لپاره د پلټنو خپلواک نړیوال کمېشن وايي، چې روسي ځواکونو په اکراین باندې بې له کوم توپیر او په غیر مناسب ډول بریدونه کړي، ملکیان یې شکنجه کړي او وژلي او د اوکراینیانو د خوندي ساتلو په برخه کې د کافي کارونو په کولو کې پاتې راغلي.
په راپور کې راغلي دي، چې "روسي چارواکو د جنګي جرمونو ترڅنګ له نړیوالو بشري قوانینو او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو څخه ګڼې تېروتنې کړي."
په وړاندې شویو اسنادو کې هغه تفصیل هم ورکړل شوی چې د روسانو په بندي خانو کې د شکنجه کولو له کومو لارو چارو څخه کار اخیستل شوی چې د بیلګې په توګه قربانیانو ته پکې برقي شارټونه ورکړل شوي او له چتونو څخه ځوړند کړای شوي دي.
خو روس د ظلمونو کول او یا په اوکراین کې د ملکي وګړو په هدف کول رد کړي دي.