شاته

له ښوونځیو منع شویو افغان نجونو مدرسو ته مخه کړې ده - راپور

د کابل ښار ته څېرمه په یوه مدرسه کې په کتارونو کې ناستې ځوانې نجونې په دیني زده کړو بوختې دي.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د دا ډول مدرسو شمېر زیات شوی او له ښوونځیو منع شویو ګڼ شمېر نجونو ورته مخه کړې ده.

۱۶ کلنه فراه (مستعار نوم) وايي، پدې غمجنه ده چې له زده کړې منع شوې ده. هغې وویل: "زما کورنۍ پرېکړه وکړه چې باید مدرسې ته ولاړه شم. اوس یوازې مدرسې پرانیستي دي."

د فرانس پرس د راپور له مخې، په کندهار کې د مدرسو ښوونکي وايي، په تېر یو کال کې یې د ښځېنه زده کوونکو شمېر دوه برابره زیات شوی دی. فراه وايي، دا هیله یې چې یوه ورځ به وکیله شي، اوس مړاوې شوې خو لږ تر لږه پدې خوشحاله ده چې کورنۍ یې ورته مدرسې ته د تللو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو چارواکو د نجونو د ښوونځیو د بندلو دپاره بیلابیل دلیلونه وړاندې کړي دي. دې کار د نړیوالو سخت غبرګونونه پارولي او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړه بندیزونه لیرې کړي.

فرانس پرس وايي، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سلګونو نویو مدرسو د جوړولو امر کړی دی.

حسنا په کندهار کې د طب پوهنځي محصله وه، خو پر تحصیل یې تر بندیز وروسته اوس په یوه مدرسه کې د ښوونکې په توګه دنده پیل کړې ده او شاوخوا ۳۰ نجونو ته دیني ښوونه کوي.

حسنا وویل: "په پوهنتون کې زده کړه زموږ د راتلونکي په جوړولو کې مرسته کوي او له خپلو حقونو مو خبروي. خو په مدرسه کې آینده نشته. [نجونې] دلته ددې دپاره زده کړه کوو چې بله چاره نلرو."

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سلګونو نویو مدرسو د جوړولو امر کړی دی.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سلګونو نویو مدرسو د جوړولو امر کړی دی.

یو شمېر کارپوهان وايي په مدرسو کې زده کوونکو ته د ښه کار روزګار دپاره اړین مهارتونه نه ورښودل کیږي.

فرانس پرس اژانس وايي، یلدا په ښوونځي کې په خپل ټولګي کې اول نمره وه، او اوس یې په ۱۵ میاشتو کې قرانکریم حفظ کړی دی. خو هغه اندېښمنه ده چې مدرسه ورسره مرسته نشي ‌کولای چې ډاکټره شي،‌ خو بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

یلدا وویل: "ښوونځي تړلي ‌دي. مدرسه لا شته او کولای شو چې دیني معلومات مو زیات کړو او ښه ځای دی چې پکې خپله وړتیا او پوهه لوړه کړو."

د لسم ټولګي زده کوونکې سارا هم په داسې حال کې چې ښوونځی یې تړل شوی، مدرسه یو ښه بدیل بولي، او وايي چې هیله یې نه ده بایللې. هغې وویل: "شپه او ورځ په همدې فکر کوم چې کیدای شي یوه ورځ ښوونځی پرانیستل شي او بېرته خپلو درسونو ته ستنه شم."

په راپور کې ویل شوي‌ دي چې په نړۍ کې یو شمېر مدرسې له اورپکو سره تړاو لري او د طالبانو زیات شمېر مشران په پاکستان کې د حقانیه دارالعلوم چې د جهاد په پوهنتون مشهور دی، فارغ شوي دي.

طالب چارواکي وايي، شپه او ورځ په دې فکر کې دي چې په افغانستان کې د دیني مدرسو شمېر زیات کړي، ځکه دا یې د حکومت پالیسي ده.

یو شمېر کارپوهان وايي په مدرسو کې زده کوونکو ته د ښه کار روزګار دپاره اړین مهارتونه نه ورښودل کیږي.
یو شمېر کارپوهان وايي په مدرسو کې زده کوونکو ته د ښه کار روزګار دپاره اړین مهارتونه نه ورښودل کیږي.

د کندهار د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو آمر، نعمت الله الفت، وویل: "مدرسې خو یو معلوم حقیقت دی،‌ زموږ د افغانستان د اسلامي امارت ټوله پالیسي همدا مدارس دي، ځکه زموږ هر څه که مامور دی که آمر دی، حتی که وزیر دی،‌ که رئیس دی که شیخ صاحب دی،‌ که بل مولوي صاحب دی، ټول له مدرسې څخه وتلي دي.‌ موږ خپله هم دې شي ته متوجه یو."

خو یو شمېر دیني عالمان د مدرسو او دیني زده کړو ترڅنګ د عصري علومو زده کړې هم اړینې ګڼي. دیني عالم، عبدالباري مدني، د عصري علومو مخنیوی له ملت سره جفا بولي.

هغه وویل: "په اوسنیو شرایطو کې د عصري علومو ضرورت دی او اولویت یې بولو.‌ ددې لپاره باید کار وشي.‌ دنیا پرمختګ کړی او اسلام وروسته پاتې نشي. عقیده او دیني علوم خو باید په فطرت کې موږ ته زده وي، دا مو عقیده او اسلام دی، زموږ لپاره اولویت دی.‌ په اوسنیو شرایطو کې د عصري علومو پرېښودل دا د ملت سره جفا ده. د عصري علومو له تحصیل پرته هیڅ امکان نه لري چې یو ملت مخ ته لاړ شي."

که څه هم طالبانو د نجونو پر زده کړو باندې بندیزونه موقتي بللي خو کارپوهان وايي، د طالبانو تیرې واکمنۍ او تجربو ته په کتو، فکر نه کوي چې د افغان نجونو پر مخ به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.