شاته

د اسلام اباد محکمې په توشه خانه کېس کې د عمران خان د نه نیول کېدلو غوښتنه رد کړه

واشنګټن – د اسلام اباد ډیسټریکټ او سېشن کورټ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ د پي ټي آی د مشر عمران خان هغه غوښتنه رد کړه چې د توشه خانې په قضیه کې دې د هغه د نیول کېدو حکم کنسل کړای شي.

ډان ورځپاڼې د قاضي ظفر اقبال له خولې راخیستي، چې د عمران خان د نیولو حکم اوس بېرته نه اخېستل کېږي.

قاضي اقبال دغه حکمونه په داسې حال کې کړي چې د پاکستان د ټاکنو کمېشن د هغه ریفرنس اورېدنه کوله چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان پرضد دې د توشه خانې په کېس کې د معلوماتو د پټولو له امله قانوني اقدمات وشي.

ټاکل شوې وه چې سېشن کورټ په دې اړه د فیبروۍ په ۲۸ نېټه غونډه ولري خو د هغه وکیل له قاضي څخه په اورېدنه کې د عمران خان د نه راتګ غوښتنه کړې وه ځکه ویل یې چې هغه باید په ګڼو نورو محکمو کې حاضر شي.

له خان سره قانوني کاروايي څو ځله مخکې هم ځنډول شوې وه.

قاضي بلاخره د مارچ په اومه نېټه له ضمانت نه پرته د هغه د نیولو حکم وکړ او له پولیسو څخه یې وغوښتل چې هغه ونیسي.‌

د پي ټي آی مشر د هغه د نیول کېدو مخه ونیوله او د اسلام اباد هاي کورټ ته یې د هغه د نیول کېدو د لغوه کولو درخواست وړاندې کړ.

د اسلام اباد هاي کورټ که څه هم عمران خان ته څه مراعت ورکړ خو ورته یې وویل چې د مارچ په ۱۳ نېټه دې سېشن کورټ ته حاضر شي خو پخوانی وزیر اعظم عمران خان یو ځل بیا اورېدنې ته ولاړ نه شو.

د دې په پایله کې قاضي اقبال د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ له ضمانت پرته د هغه د بیا نیول کېدو حکم وکړ او له پولیسو څخه یې وغوښتل چې هغه د مارچ په ۱۸ نېټه محکمې ته راولي.

خو دا ځل چې کله پولیس د نهې یا سې شنبې په ورځ په لاهور کې زمان پارک ته څېرمه د عمران خان کور ته ورغلل نو له مقاومت سره مخ شول او د دوو ورځو لپاره د پولیسو او د تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ نښتې وشوې.‌

دغه نښتې وروسته له هاغې ودرېدې کله چې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پکې مداخله وکړه‌.

په همدې ورځ پي ټي آی د اسلام اباد های کورټ لخوا د هغه د نیول کېدو حکم هم چلنج کړ.‌

محکمې د هغه غوښتنه رد کړه او د پي ټي آی له مشر څخه یې وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي او هغه وویل، چې هغه به د مارچ په ۱۸ نېټه اورېدنه کې حاضر شي.‌

په دغه محکمه کې د عمران خان وکیلان خواجه حارس احمد، انتظار پنجهوتا او بابر عوان د عمران خان په استازیتوب حاضر وو او همدارنګه د پاکستان د ټاکنو د کمېشن څخه سعد حسن ورغلی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00