شاته

ارمنستان په قره باغ کې د 'ارمنیانو د نسل وژنې' وېره څرګنده کړه 

د ارمنستان حکومت په قره باغ کې د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په نقش انتقاد کړی او ویلي دي‌ چې په قره باغ کې د ارمنیانو د «نسل وژنې» د مخنیوي لپاره باید له نړیوالې ټولنې څخه مرسته وغوښتل شي.

اذربایجان او ارمنستان په ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ کالونو کې د قره باغ د مالکیت په سر دوه ځلې جګړې وکړې.

په ۲۰۲۰ کې دواړو خواو شپږ اونۍ جګړه وکړه چې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو شاوخوا ۶۵۰۰ امنیتي سرتېري ووژل شول او بالاخره روسیې په سیمې کې خپل سوله ساتي ځواکونه ځای په ځای کړل.

د ارمنستان مقامات وايي چې د جګړې له کبله په قره باغ کې بشري بحران رامنځ ته شوی. د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان نن پنجشنبه مارچ ۱۶ (کب ۲۵) د خپل هېواد د کابېنې په غونډه کې وویل: «د اذربایجان سیاسي-نظامي مشرتابه په قره باغ کې قومي تصفیې او نسل وژنې ته چمتوالی نیسي.»

اذربایجان دا تورونه رد کړي.

د آ‌ذربایجان او ارمنستان ترمنځ تازه نښتو کې مرګژوبله رامنځ ته شوې

پاشینیان ویلي دي: «د روسیې سوله ساتي ځواکونه په قره باغ کې د مېشتو خلکو د امنیت ضمانت کوونکي دي او که هغوی امنیت نشي تامینولای، باید د امنیت شورا ته مراجعه وکړي چې د نسل وژنې مخه ونیول شي.»

د ارمنستان صدراعظم ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر ته یې سپارښتنه کړې ده چې په قره باغ کې «د ملګرو ملتونو په کاري چوکاټ کې... د نسل وژنې د مخنیوي لپاره نړیوال میکانیزم» پیل کړي.

پاشینیان همدغه راز ویلي دي چې په قره باغ کې اصلي سیمو ته د ارمنیانو د بیا ستنولو او مېشتولو په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره خبرې اترې پیل کړي. د قره باغ اکثریت خلک ارمني تبار دي خو دا سیمه په بشپړ ډول د اذربایجان په خاوره کې داخله ده.