شاته
'جوبایډن ټرمپ وهڅوه د لویانو په څېر چلند وکړي'
د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن ددغه هېواد پر استخباراتي سازمان د ډونلډ ټرمپ لفظي بریدونو په غبرګون کې ویلي؛ ټاکل شوی ولسمشر باید "لوی شي." ښاغلي ټرمپ سره به د جمعې په ورځ د نوي استخباراتي راپور معلومات شریک شي.