شاته

د بن لادن د ځوی نوم د ترهگرو په لیست کې شامل شو

د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن ځوی حمزه بن لادن ترهگر پر متحده ایالاتو باندې برید کولو ته هڅولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د ځوی حزمه بن لادن نوم د ترهگرو په تور لیست کې شامل کړ.

همداشان په عرب شبه جزیره کې د القاعده شبکې د یو لوړپوړي مشر ابراهیم البنا، نوم هم د امریکا د متحده ایالاتو د ترهگرو په تور لیست کې شامل کړای شوی دی.

حمزه بن لادن چې شاوخوا ٢٥ کلن دی د رپوټونو له مخې په ٢٠١١ کې د پلار له وژل کیدو وروسته په القاعده شبکه کې فعالیت پیل کړی دی.

د رپوټونو له مخې حمزه بن لادن په ٢٠١٥ کې د القاعده شبکې سره یوځای شوی او په تیرو دوو کلونو کې یې د پیغامونو په خپرولو سره ترهگر د امریکا پر متحده ایالاتو باندې بریدونو ته هڅولي دي. هغه همداشان د خپل پلار د وژنې د غچ اخیستلو ژمنه کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرینو چارو وزارت نن د پنجشنبې په ورځ ددې مطلب په بیانولو سره زیاته کړې ده چې ددې اقدام په پایله کې د امریکا ټول اوسیدونکي ددغو دوو تنو سره له هر ډول معاملې منع شوي دي.