شاته

رافائل ګروسي: د اټومي هوکړې د احیا په اړه ایراني چارواکو سره خبري ګټورې وې

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي د شنبې په ورځ مارچ څلورمه (کب ۱۳) وویل تهران ته یې د خپل سفر پرمهال له ایراني چارواکو سره "ګټورې" خبري درلودې.

ګروسي په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې چې له دې مخکې بلومبرګ نیوز د ایران په اټومي تاسیساتو کې د ۸۴ سلنه غني شویو یورانمیو د موندلو خبر ورکړی وو. د یورانیمو دا غنی شوی حد په هغه اندازه دی چې د اټومي بم د جوړیدو لپاره پکار دی.

تهران ته د ګروسي دوه ورځنۍ سفر په داسې حال کې ترسره شو چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مقر یې په ویانا کې دی د اټومي فعالیتونو په برخه کې د ایران د ډیرې همکارۍ د کولو هڅه کوي.

ښاغلي ګروسي د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان له مشر محمد اسلامي سره په یوې خبري غونډه کې وویل:"موږ له ګټورو خبرو او ښو هوکړو سره چې مطمینا وبه یې لرو، د مهمو هوکړې لپاره لار پرانیزو."

ګروسي د جمعې په ورځ په داسې حال کې تهران ته ورسید چې د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې د احیا کیدو په اړه خبري له بن بست سره مخ شوي دي.

یوې دیپلوماتیکې سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي ګروسي به د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسي سره هم وویني څو په لوړه سطحه اټومي مذاکرات پیل شي.

ددغې سرچینې په وینا، ښاغلي ګروسي له وړاندې روښانه کړې وه په هغه صورت چمتو دی تهران ته سفر وکړي چې له ولسمشر رئیسي سره وویني.

ایران د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د ۶۰ سلنه غلظت سره د یورانیمو غني کول پیل کړي دي. یاد هیواد درې میاشتې مخکې د فردو په اټومي تاسیساتو کې چې د یو غره په لمن کې موقعیت لري هم د ۶۰ غلظت سره د یوارنیمو غني کیدل پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس په یو ټویټ کې ویلي چې دا اداره د ۸۴ سلنې په غلظت سره د ایران له خوا د یورانیمو له غني کیدو خبره ده. یادې ادارې ویلي په دې اړه له ایراني چارواکو سره په خبرو بوخت دي او د اړتیا په صورت کې به موضوع د یاد آژانس د حکامو شورا ته وړاندې کړي.

د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې او جرمني ترمنځ اټومي موافقه په ۲۰۱۵ کال کې لاس لیک شوه چې له مخې یې پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه تر یوه حده لغو شول، او په بدل کې تهران خپل اټومي فعالیتونه محدود کړل.

خو د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې له دغه تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او پر ایران یې یو ځل بیا سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، په غبرګون کې یې تهران د دغه تړون له ژمنو څخه شا ته شو او په پراخه پیمانه یې د یورانیمو غني کول بیا پیل کړل.