شاته

د دوحې تړون درېیمه کلیزه؛ طالبان یې د 'فتوحاتو' او څېړونکي یې د معاملې نتیجه بولي

د امریکا د متحدو ایالتو او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون د درې کلونو د پوره کېدو سره طالبانو دا د افغانستان په معاصر تاریخ کې نوی باب او د "فتوحاتو" ورځ بللې ده خو یو شمېر څیړونکي وايي چې طالبان د یوې معاملې په نتیجه کې واکمن شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د چهارشنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) ددې تړون درېیمه کلیزه ونمانځله.

د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي‌ مرستیال ملا عبدالغني‌ برادر وویل: "پروردګار عالم له موږ سره ډېر غټ مدد او کمک وکړ او فتوحات یې را نصیب کړل چې موږ به څنګه ددغه نعمت شکر ګذاري ادا کړو."

خو د پکتیا پخوانی والي، حلیم فدايي، وايي طالبان که څه هم د واک په ترلاسه کولو ویاړ کوي خو د افغانستان د خلکو اساسي اړتیاوې یې له پامه غورځولي دي.

ښاغلي فدايي وویل: "طالبان تل د افغان مسلمان ملت د عقایدو سره لوبې کوي،‌ دلته یوې معاملې ته د الله نصرت وايي،‌ دا څنګه د الله نصرت دی، چې د امریکایانو په وتلو کې ورسره شته، اما د خپل هیواد په ابادۍ، د بیکارۍ په له منځه وړلو، د فقر په له منځه وړلو،‌د ټولنې په پوهولو او په نورو ګڼو ساحو کې بیا ورسره د الله نصرت نشته. د الله نصرت خو په ښو کارونو کې وي نه په جګړه او نه په افغان وژنه کې، ‌نو دا څنګه د الله نصرت دی په افغان وژنه کې ورسره وي، او د افغانستان په جوړونه کې بیا بیرته امریکا ته د ګدايي لاسونه غځوي او بیرته د مرستې غوښتنه کوي."

تر ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته، د طالبانو په استازولۍ ملا برادر او د امریکا په استازولۍ د افغانستان د سولې لپاره پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې تړون د ١٣٩٨کال د کب میاشتې په ۱۰مه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک کړ.

د دوحې تړون د ډېرو په باور له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د بشپړ وتلو، د جمهوري نظام د کمزوري کېدو او په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو لامل شو.

د ولسي جرګې پخواني غړي، خالد اسد وویل: "د قرارداد په وخت کې د افغانستان جمهوري نظام له نظره اچول شوی وو، په مذاکراتو او اساسي موضوعاتو کې رابلل شوی نه وو، ‌نتیجه یې دا شوه چې جمهوریت سقوط شو، او زموږ نظامي، سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، صحي کدرونه او هغه سیستم چې په شل کاله جوړ شوی وو،‌ ډېر ضرر ورته ورسید."

د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د هیڅ کوم هیواد پروړاندې نه کارول کیږي او ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر، بسم الله تابان، وویل: "موږ ګورو چې په افغانستان کې ترهګریز خوځښتونه موجود دي، ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالې دي، چې نه یوازې د افغانستان خلکو ته، بلکې د سیمې هېوادونو، مرکزي اسیا او زموږ د جنوب ګاونډي هېواد پاکستان ته په جدي ګواښ بدل شوی دی."

د مرکزي اسیا هېوادونو مشرانو د افغانستان په شمال کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه ښودلې او پاکستان نیوکه کړې چې د "تحریک طالبان پاکستان" ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د نړیوال تروریزم په اړه د ۲۰۲۱ کال راپورخپور کړ. پدې راپور کې یادونه شوې چې داعش او نورو سیمه ایزو ترهګرو ډلو خپل "فعال شتون" ساتلی او په افغانستان کې یې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي دي.

سره له دې چې طالبان وايي چې دوی پر تړون ژمن ولاړ دي، یو شمېر شنونکي وايي چې طالبانو د دوحې د تړون ژمنې ماتې کړې دي.

د لندن په کینګز کالج کې د جګړې د مطالعاتو د څانګې څېړونکي، ډیویډ لاین، وویل: "طالبانو ټولې هغه ژمنې چې د دوحې په تړون کې کړي چې د ټولشموله حکومت جوړول او په بهر کې د خبرو اترو دوام پکې شامل وو، ماتې کړې دي."

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د جمهوریت نظام وپرځېد او طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. خو تر دې دمه د امریکا په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.