شاته

بلینکن له خپل ازبیک سیال سره د افغانستان او نورو سیمه ییزو مسلو په اړه غږېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ازبیکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر بختیار سیدوف سره د چهارشنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب لسمه) په تاشکند کې د افغانستان او دوه اړخیز اهمیت پر نورو مسایلو خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې اعلامیې کې ویلي چې بلینکن په دغه لیدنه کې د ازبیکستان له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې راغلي: "دواړو مشرانو د سي۵+۱ ډیپلوماټیک فارمټ له لارې د څو اړخیزو همکاریو په ارزښت او همدارنګه د سیمه ییز اتصال او په ازبیکستان کې د متحده ایالاتو د پانګونې په اړه خبرې اترې وکړې."

د سي۵+۱ ډیپلوماټیک فارمټ د مرکزي اسیا پنځو هېوادونو (قزاقستان، قرغزستان ، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان) سره د امریکا د اړیکو او تعاملاتو دپاره رامنځته شوی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دغه هېواد او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو سره د امریکا د همکاریو له کبله له بلینکن نه مننه کړې ده.

بختیار سیدوف ويلي چې دوی د یوې سوکالې او باثباتې مرکزي اسیا لپاره ګډ لومړیتوبونه لري.

له دې یوه ورځ وړاندې ښاغلي بلینکن د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سي۵+۱ هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، دې سیمې ته پر اوکراین د روسیې د یرغل د خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

بلینکن ویلي چې امریکا او د مرکزي اسیا هېوادونه د اوکراین په اړه مشترکې اندېښنې لري خو دغه هېوادونه د روسیې د غندلو په برخه کې له ډېر احتیاط نه کار اخلي.

نوموړي همدارنګه له قزاق چارواکو سره په خبرو کې ددغه هېواد د سیاسي اصلاحاتو له بهیر څخه د امریکا ملاتړ څرګند کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه مرکزي اسیا ته د بلینکن ددې لومړني سفر هم مهاله، د بایډن ادارې ویلي چې د مرکزي اسیا د هېوادونو، چې له روسیې سره پیاوړې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې ساتي، د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ تمرکز کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن د مرکزي اسیا هېوادونو ته خپل سفر پای ته رسولی او هند ته پر لار دی، چیرې چې ټاکل شوې د جي۲۰ د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د اوکراین د جګړې په اړه بحث وشي.