شاته

د فنلنډ پارلمان له ناټو سره د ژر تر ژره یو ځای کېدو لپاره رایه ورکړه 

د فنلنډ پارلمان نن چهارشنبه د کب لسمه (مارچ ۱) په غوڅ اکثریت سره د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د دغه هیواد د غړیتوب په حق کې رایه ورکړه چې ورسره له سویډن څخه مخکې د دغه هیواد د غړي کیدو احتمال هم زیات شو.

د فنلنډ د پارلمان غړو په ١٨٤ موافقو او ۷ مخالفو رايو سره هغه لايحه تصويب کړه، چې له مخې يې دغه هېواد د ناټو د غړيتوب ټول شرطونه مني.

سویډن او فنلنډ د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، د ورته برید سره مخامخیدو له ویرې، د”نظامي ژمنتیا نه درلودو“ خپله هغه پخوانۍ پالیسي بدله کړه چې له کلونو راهیسې یې خپله کړې وه.

خو په ناټو کې د دغو دواړو هېوادونو د شاملېدو له غوښتنې سره سم، ترکيې وويل چې که چېرته دغه دوه هېوادونه د انقرې امنيتي اندېښنو ته ځواب ونه وايي، ترکيه به د شمالي اتلانتيک په تړون کې د دغو هېوادونو د شاملېدو بهيرله خنډ سره مخ کړي.

د ناټو د مقرراتو له مخې هر هغه هېواد غوښتنه چې غواړي د دې تړون غړی شي، باید د ناټو د ټولو غړو له خوا تصویب شي. د سویډن او فنلنډ په برخه کې د ناټو د ۳۰ له ډلې ۲۸ غړو یې تر اوسه فنلنډ او سویډن ته د ناټو د غړیتوب ورکولو لپاره مثبته رایه ورکړې ده، هنګري او ترکیه هغه هیوادونه دي چې تر اوسه یې مثبت ځواب نه دی ورکړی.

تیره میاشت د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې انقره کولی شي ناټو کې د شاملیدو لپاره د فنلنډ غوښتنه ومني خو د سویډن د غوښتنې ملاتړ به ونه کړي.

دغه لایحه باید لومړی د فنلنډ د ولسمشر لخوا لاسلیک شي چې د ترکیې او هنګري له تصویب وروسته به له ناټو سره د دغه هیواد د یو ځای کېدو بهیر پیل کړي. خو دا لا څرګنده نه ده چې ايا فنلنډ به په يوازې سر له ناټو سره يو ځای شي او يا به د خپل بهرني او دفاعي سياست تر ټولو نږدې متحد "سويډن" غړي کیدو ته انتظار وکړي.

د فنلنډ د قانون له مخې د دغه هېواد ولسمشر باید د پارلمان له خوا تصویب شوې لایحه په دریو میاشتو کې لاسلیک کړي.

د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې هغه پلان لري چې "پارلمان کې د دغې لایحې تصویب کیدوه سره سم به یې لاسلیک کړي" خو "که عملي دلایل موجود وو، زه تم کیدی شم."

ترکیې د دوشنبې (فبرورۍ ۲۷) په ورځ اعلان وکړ چې له فنلنډ او سویډن سره به د مارچ په نهمه خبرې اترې بیا پیل کړي.

د انقرې او ستاکهولم ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې اوج ته ورسېد چې د سویډن ښي اړخي سیاستوال راسموس پالودان د جنورۍ په ۲۱ مه نیټه د پولیسو له اجازې اخیستو وروسته د ترکیې سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته اور پورې کړ.